محمد اسلامي:
د اېټمي انرجۍ د نړيوال آژانس د قوانينو په بنياد حرکت کوو
د ايران د اېټمي انرجۍ د ادارې مشر تاکيد وکړ، د اېټمي انرجۍ له نړيوال آژانس سره د پېشه ورانه اصولو او روابطو په بنياد حرکت کوو.
د اېرنا د رپوټ له مخې، محمد اسلامي بېګا د ايران د خرمشهر ښار په شهيد باکري نومې کېمپ کښې «د رڼا ټاټوبي ډالۍ» نومې ملي فيسټيوال ترڅنګه وويل: د اېټمي انرجۍ له نړيوال آژانس سره مقررات او روابط فني او پېشه ورانهدي او سياسي نفوذ، ارتباط او تاثير د ايران روابط د آژانس د قوانينو او مقرراتو له چوکاټه نه شي وېستلې.
اسلامي زياته کړه، تهران ته د اېټمي انرجۍ د نړيوال آژانس د مشر رافائل ګروسي سفرله يو بل سره د تعلقاتو په لړ کښې ؤ او د ايران د اسلامي جمهوريت کوشش دا دے چې هيڅکله به اجازه ونه کړوو چې دښمن د صهيونېسټانو په شېطانت او نفوذ سره په ايران تور ولګوي.
رافائل ګروسي په دې وروستيو کښې تهران ته په خپل سفر کښې د ايران د اېټمي انرجۍ د ادارې له مشر محمد اسلامي او خارجه وزير حسېن امير عبداللهيان سره کتنه او خبرې اترې وکړې.