عربستان باید د وروستي ډله ایز اعدامونو په هکله ځواب ووایي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i113418-عربستان_باید_د_وروستي_ډله_ایز_اعدامونو_په_هکله_ځواب_ووایي
د ایران د بشري حقوقو د کمیټې سرمنشي په عربستان کې د ۸۱ کسانو اعدام ته په اشارې سره ویلي چي عربستان باید د دې پیښي په هکله ځواب ویونکی ووسي او وضاحت ورکړي چي یاد کسان ولي په اعدام محکوم شوي دي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Mar 14, 2022 13:15 Asia/Kabul
  • عربستان باید د وروستي ډله ایز اعدامونو په هکله ځواب ووایي

د ایران د بشري حقوقو د کمیټې سرمنشي په عربستان کې د ۸۱ کسانو اعدام ته په اشارې سره ویلي چي عربستان باید د دې پیښي په هکله ځواب ویونکی ووسي او وضاحت ورکړي چي یاد کسان ولي په اعدام محکوم شوي دي.

د ایران د اسلامي جمهوریت د قضایي قوې مرستیال او دبشري حقوقو د کمیسیون مشر، کاظم غریب آبادی په عربستان کې د ۴۱ اهل تشیع په شمول د ۸۱ ځوانانو د اعدام مساله وڅېړله او ویې ویل: د راپورونو له مخې د اعدام شویو ځوانانو ډلبندی ته په کتو سره داسي ښکاري چي اکثره قربانیان د عقیدتي او ایدئولوجیکو مسائلو دامله په اعدام محکوم شوي دي چي دا خطرې ټلۍ ده او باید د هیوادونو له لوري محکوم شي.

د هغه په وېنا: عربستان ادعا کوي چي دغه ډله ایز اعدام د عربستان د کیفري قوانینو په بنیاد شوی لیکن داسي ښکاري چي دغه محاکمې د قانون په ړنا کې نه بلکې د سیاسي موخو پر بنیاد شوې او یاد کسان اکثره عقیدتي بندیان وه. غریب آبادی د ۸۱ ځوانانو د اعدام په وړاندې د بشري حقوقو د نړیوالو ادارو له چوپتیا څخه په نیوکې کولو سره وویل: د بشري حقوقو د مدعي هیوادونو چوپتیا په داسي حال کې ده چي په ایران کې د یوه قضایي حکم د صادرېدو په وړاندې د بشري حقوقو د ملاتړ تر عنوان لاندې پراخو تبلیغاتو ته لاس پوري کوي.