ایران به تیریګرو ته پښیمانه کوونکی ځواب ورکړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i113476-ایران_به_تیریګرو_ته_پښیمانه_کوونکی_ځواب_ورکړي
ایسنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د هوايي ځواک قومندان برید جنرال حمید واحدي وویل هر تیریګر چې د اسلامي ایران پرضد اقدام وکړي د غاښ ماتوونکي ځواب په تمه ووسي او دغه ځواب د دښمانانو لپاره پښیمانه کوونکی دی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 15, 2022 10:16 Asia/Kabul
  • ایران به تیریګرو ته پښیمانه کوونکی ځواب ورکړي

ایسنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د هوايي ځواک قومندان برید جنرال حمید واحدي وویل هر تیریګر چې د اسلامي ایران پرضد اقدام وکړي د غاښ ماتوونکي ځواب په تمه ووسي او دغه ځواب د دښمانانو لپاره پښیمانه کوونکی دی .

هغه په ایران کښې د واکمن پایداره امنیت په دوام کښې د هوايي ځواک رول ته په اشارې سره وویل هوايي ځواک د هر هیواد په خپلواکۍ ، امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا کښې مهم رول لري او د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ هوايي ځواک د پایداره امنیت په دوام کښې چې د هیواد په سرحدونو په تیره  بیا فضا کښې واکمن دی تر ټولو اغیز شیندونکی رول پرغاړه لري .

د ایران د هوايي ځواک قومندان حمید واحدي امنیت د وسله والو ځواکونو سره کرښه وبلله او ټینګار وکړ هر تیریګر چې د ایران پرضد اقدام وکړي نو د پریکنده ځواب په تمه ووسي او د دښمانانو لپاره دغه ځواب پښیمانه کوونکی دی .