روسيې ته د ايران د خارجه وزير سفر او نتائج يې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i113522-روسيې_ته_د_ايران_د_خارجه_وزير_سفر_او_نتائج_يې
د ايران خارجه وزير حسېن امير عبداللهيان پرون د نهې په ورځ د يو پلاوي په مشرۍ د روسيې له خارجه وزير سرګئ لاوروف سره د کتنې اوو خبرو اترو لپاره ماسکو ته لاړ او د دغه هېواد د خارجه وزارت په دفتر کښې له هغۀ سره د دوو اړخيزو تعلقاتو، د ويانا د خبرو اترو ، د يوکرائن، سوريې، يمن او افغانستان په شان موضوعاتو په اړه کتنه او خبرې اترې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 16, 2022 10:33 Asia/Kabul
  • روسيې ته د ايران د خارجه وزير سفر او نتائج يې

د ايران خارجه وزير حسېن امير عبداللهيان پرون د نهې په ورځ د يو پلاوي په مشرۍ د روسيې له خارجه وزير سرګئ لاوروف سره د کتنې اوو خبرو اترو لپاره ماسکو ته لاړ او د دغه هېواد د خارجه وزارت په دفتر کښې له هغۀ سره د دوو اړخيزو تعلقاتو، د ويانا د خبرو اترو ، د يوکرائن، سوريې، يمن او افغانستان په شان موضوعاتو په اړه کتنه او خبرې اترې وکړې.

د امير عبداللهيان د وېنا له مخې روسيه هم هغه شان په ويانا کښې وروستۍ موافقې ته د رسېدو لپاره ملګرتيا کوي.

د ايران خارجه وزير همدارنګ له لاوروف سره په ګډ اخباري کانفرنس کښې وويل: روسيه به موافقې ته د رسېدو لپاره هيڅ خنډ نه وي او د يوکرائن د حالاتو او د ويانا د خبرو اترو ترمېنځ هيڅ تعلق نشته. امير عبداللهيان وويل، روسيې د ويانا د خبرو اترو له ابتداء ارهسې ډېر مثبت او رغنده کردار لرلے او د خبرو اترو د آخره او يوې ښې، مضبوطې او پائېدارې موافقې ته تر رسېدو پورې د ايران ترڅنګه ولاړ وي او يوې ښې موافقې له رسېدو څخه به ملاتړ کوي.

لاوروف هم له حسېن امير عبداللهيان سره په خبرې اترې په دوستانه فضاء کښې وبللې او په نړيوالو، تجارتي او اقتصادي ډګرونو کښې د ماسکواو تهران د ملګرتياو د مسودې د برابرېدو خبر يې ورکړ. د روسيې خارجه وزير تاکيد وکړ، د هيڅ ډول غېر قانوني بندېز د ايران او روسيې د ترقۍ او پرمختګ مخه نه شي نيوې. هغه د ويانا د خبرو اترو په اړه وويل:  ماسکو د برجام اېټمي موافقې د زرتر زره ژوندي کېدو غوښتونکې ده او امريکنيان هم دغې موافقې ته راوګرځي او غېر قانوني بنديزونه ختم کړي.

د وياناپه خبرو اترو کښې د روسيې په رغنده کردار باندې د ايران د خارجه وزير تاکيد په ويانا کښې د بنديزونو د ختمولو د خبرو اترو په چوکاټ کښې د ويانا په خبرو اترو او د دې ادعا چې ماسکو د ايران او څلور جمع يو ډلې او امريکې ترمېنځ وروستۍ موافقې ته د رسېدو په لار کښې خنډ اچول غواړي په شمول د روسيې په خلاف د لويديځوالوفضاء جوړونې او نفسياتي جنګ ته په پام سره بڼه نيولې ده.له دې مخکې روسيې د يوکرائن د جنګ په وجه د ماسکو د سزا کولو په چوکاټ کښې د امريکې د بنديزونو په شمول د خپلو اقتصادي او تجارتي تعلقاتو د معافيت غوښتنه کړې وه. خو دغه غوښتنه د امريکې له منفي غبرګون سره مخا مخامخ شوې وه. په دې لړ کښې امريکې د ويانا په خبرو اترو کښې موافقې له رسېدو څخه د خپل ملاتړ د اعلان لپاره په روسيې د بنديزونو د هر ډول معافيت له ورکولو سره مخالفت وکړ.

په داسې حال کښې وروستي بدلونونه په تېره بيا روسيې ته د ايران د اسلامي جمهوريت د خارجه وزير سفر او له خپل روسي همرتبه سره د هغه خبرې اترې په دې زمينه کښې د مثبتو نتائجو سبب شوي دي.

په دا ډول اوس غونډسکے د امريکې په مېدان کښې دے چې د ايران د ټولو غوښتنو په منلو سره وروستۍ موافقه وکړي. د ايران خارجه د دې په بيانولو سره چې د ويانا په خبرو اترو کښې رامنځته شوې وقفه به په برجام کښې د باقي پاتې موضوعاتو د هواري او خپلو ژمنو ته د ټولو لورو وروستۍ ستنېدنې زمينه جوړؤنکې وي، زياته کړه، د خپلواکه او مقتدر ايران د اصولو او ګټو ساتنه او د ايران د ملت د پرېکنده ګټو پوره کېدل د ايران د مذاکراتي ټيم جدي غوښتنې دي. په داسې ډول بايد ووايوو چې که امريکه واقعاً د وياناد خبرو اتور نتيجې رسېدل غواړي نو پکار دے له خپلو زيات طلبه او نويو غوښتنو لا واخلي او د ايراني اصولي غوښتنو يعنې د يو اړخيزو بنديزونو لغو کېد، د دې چارې  راستي آزمائنې له برجامه د بيا نه وتلو لپاره د يو لړ ضمانتونو ورکولو ته مثبت ردعمل څرګند کړي.

----------