ایران یوې ښې ، پیاوړي او پایدارې موافقې ته چمتو دی
فارس خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان پرون د قطر د بهرنیو چارو له وزیر محمد بن عبدالرحمن ال ثاني سره په ټیلي فوني خبرو کښې د ویانا د مذاکراتو په اړه د ایران د اسلامي جمهوریت سرو کرښو او د ایران د ملت ګټو ته د پام پرضرورت ټینګار سره وویل
تهران د یوې ښې ، پیاوړي او پایدارې موافقې د تحقق لپاره بشپړه چمتووالی لري .
د قطر خارجه وزیر محمد بن عبدالرحمان ال ثاني هم په دغو ټیلي فوني خبرو کښې د ویانا په خبرو کښې د ایران د رغنده رول په قدرونې سره موافقې ته د رسیدا لپاره د ټولو لورو د هڅې پرضرورت ټینګار وکړ .
د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په تیرې دوشنبې شپې هم د عراق د بهرنیو چارو له وزیر فواد حسین سره په ټیلي فوني خبرو کښې په دې خبرې باندې ټینګار سره چې ایران ښې ، قوي او پایدارې موافقې ته د رسیدا لپاره کلکه اراده لري وویل امریکا باید په عمل کښې د خپل ادعا وړ ښه نیت وښي.
د ایران اسلامي جمهوریت د یوه مسوولیت منونکي هیواد په توګه په ځلونو ویلي دي څرنګه چې امریکا د اټومي تړون خلاف ورزۍ کړي ده او دا واشنګټن دی چې باید د ایران پرضد د بندیزونو په ختمولو سره اټومي تړون ته ورستنه شي او ضروري ده چې د امریکا د ژمنو د اجرا کولو حقیقت دې معلوم شي .