ایران سعودي عربستان سره د مذاکراتو د پنځم پړاو لپاره چمتوالې وښوده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i113870-ایران_سعودي_عربستان_سره_د_مذاکراتو_د_پنځم_پړاو_لپاره_چمتوالې_وښوده
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ چي تهران د ریاض سره د خبرو اترو د پنځم پړاو د پیلېدو لپاره چمتو دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 26, 2022 02:53 Asia/Kabul
  • ایران سعودي عربستان سره د مذاکراتو د پنځم پړاو لپاره چمتوالې وښوده

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر اعلان وکړ چي تهران د ریاض سره د خبرو اترو د پنځم پړاو د پیلېدو لپاره چمتو دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان المیادین خبري چېنل ته وویل: عربستان سره، زمونږ اړیکې ښې نه دي، لیکن د دې مسئولیت ایران ته نه ورګرځي ځکه چي مونږ د خبرو اترو د دوام لپاره چمتو یو.

هغه زیاته کړه: مونږ پوره هڅه کوو چي د دواړو هیوادونو تر مینځ د خبرو اترو لاره پرانیستل پاتي شي.

امیر عبداللهیان دې ته په اشارې سره، چي سعودي له ایران سره اړیکې غوڅي کړي او ایران د کویټ او امارات په شمول د ټولو عربو هیوادونو سره دوستانه اړیکې لري، وویل: عربستان لومړنی هیواد و چي ایران سره یې اړیکې بندي کړې، لیکن ایران عربستان سره اړیکې بندي کړي نه دي بلکې د عربستان د سیاست په هکله ځینې ملاحظات لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر په دې وروستیو کې په عربستان کې د ۸۱ کسانو اعدام او د حج په مراسمو کې د ۴۶۰ ایراني وګړو شهادت ته په اشارې سره، زیاته کړه: د سعودي چارواکي ایران سره د ښو اړیکو په لټه کې نه دي.

امیر عبداللهیان په دوام کې څرګنده کړه چي عربستان ته مو ویلي چي په یمن کې هره یوه پېښه له ایران سره تړاو نه لري بلکې د یمن د موضوع په هکله فیصله د دې هیواد د خلګو سره تړاو لري.

هغه په عربي نړۍ کې د مصر کارنده رول ته په اشارې سره، وویل: ایران غواړي چي مصر سره خپلي اړیکې پیاوړي کړي.

امیر عبداللهیان همدارنګه د صهیونیستي رژیم کړکېچنو حالاتو ته په اشارې سره، زیاته کړه: اسرائیلي رژیم اوس له زیاتو ستونزو څخه کړیږي او په یو کمزوري حالت کې قرار لري.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د مصر، امارات او د صهیونیستي رژیم د چارواکو د درې اړخیزي ناستې په هکله وویل: د ایران له نظره د صهیونیستي رژیم له چارواکو سره هر ډول لیده کاته د فلسطین د ولس او د قدس شریف سره، خیانت بلل کیږي.