د ایران د بهرنیو چارو وزیر:
په سختو حالاتو کې به د لبنان ملاتړ وکړو
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د لبنان له ولسمشر سره په لیده کاته کې تاکېد وکړ چي ایران به د لبنان د ستونزو د هوارولو او له دې هیواد څخه د ملاتړ په موخه هر ډول همکاریو ته چمتو وي.
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر وروستیو سیمه ایزو بدلونونو ته په اشارې سره، وویل: وروستي بدلونونه د سیمي او د لبنان په ګټه دي او د سیمي راتلونکي او د مذاکراتو پایلو ته خوشبین یو.
د لبنان ولسمشر میشل عون د دې هیواد اقتصادي ستونزو ته په اشارې سره، وویل: په سیمه کې هر ډول ټنشن په لبنان باندې ناوړه اثرات پرې باسي او په لبنان کې روانې ستونزې ټوله سیمي ته تاوان رسولایشي.
هغه زیاته کړه: د لبنان مقاومت چي د ایران له خوا حمایه کیږي د دې هیواد په جنوبي سیمو کې پیاوړي شوی چي د امله یې ثبات او د صهیونیستي رژیم د تیریو په وړاندې یو ډول ډاډ رامینځ ته شوی دی؛ لیکن د دې مقاومت د امله لبنان تر سختو فشارونو لاندې دی.