یمن کښې د انساني ناورین د دوام مخه باید ونیول شي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i114082-یمن_کښې_د_انساني_ناورین_د_دوام_مخه_باید_ونیول_شي
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په سیاسي چارو کښې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر لورړتبه سلاکار علي اصغر حاجي د یمن د ورانونکي جنګ او د یمن د خلکو پرضد د سعودي عربستان د ائتلاف د ظالمانه کلابندۍ د اتم کال رارسیدا ته په اشارې سره په دغه هیواد کښې د انساني غمیزې د دوام په مخنینوي ټينګار وکړ .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 30, 2022 00:13 Asia/Kabul
  • یمن کښې د انساني ناورین د دوام مخه باید ونیول شي

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په سیاسي چارو کښې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر لورړتبه سلاکار علي اصغر حاجي د یمن د ورانونکي جنګ او د یمن د خلکو پرضد د سعودي عربستان د ائتلاف د ظالمانه کلابندۍ د اتم کال رارسیدا ته په اشارې سره په دغه هیواد کښې د انساني غمیزې د دوام په مخنینوي ټينګار وکړ .

په سیاسي چارو کښې د ایران د باندنیو چارو د وزیر لوړرتبه سلاکار علي اصغر حاجي پرون د یمن د وروستیو بدلونونو او په دغه هیواد کښې د انساني غمیزې د هواري د څرنګوالي په هکله د ایران د اسلامي جمهوریت د سلامشورو په دوام کښې د یمن په چارو کښې د  ملګروملتونو د سرمنشي له ځانګړي استازي هانس ګرونډبرګ سره ویډیو کانفرنس ترسره کړ .

هغه د یمن د ورانونکي جنګ او د یمن د خلکو پرضد د سعودي عربستان د ائتلاف د ظالمانه کلابندۍ د اتم کال پیلیدا ته په اشارې سره هیله وکړه د سیاسي خبرو اترو ، د اوربند د ټینګیدا ، د کلابندۍ د ختمولو لپاره د عملي اقداماتو او د سیاسي هڅو په رڼا کښې د انساني غمیزې د دوام مخنیوی وشي .

د ایران د خارجه وزیر لوړتبه سلاکار علي اصغر خاجي په دې لړ کښې د سولې نوښت چې د یمن د لوړې شورا د مشرمهدي المشاط لخوا وړاندی شوی دی مهم ګام وباله او ټینګار یې وکړ له دغه پلان سره د مثبت تعامل او د یمن د کړکیچ په سوله ییز ډول د حل کولو لپاره د حقیقي ارادې د لرلو او انساني مسائیلو ته د لومړیتوب د ورکولو په بڼه کښې کولای شو د روژې د مبارکې میاشتې په درشل کښې د یمن د جنګ د ختمیدا لپاره د لارې د موندلو کتونکي ووسو .