د ایران ورځپاڼوته کتنه
په هره کوڅه کې جوماتونه په قرانی مرکزونو بدل شي
کیهان
د ایران درستو ورځپاڼو په شان نوموړی ورځپاڼۍ هم د روژې د مبارکې میاشتې له قران سره د مینې په نورانی محفل کې د رهبرۍ د ستر مقام امام خامنه ای ویناو ته پراخ انعکاس ورکړی دې او په غټو یې د معظم لارښود له قوله لیکلی دی ، په هره کوڅه کې جوماتونه په قرانی مرکزونو بدل شي .ورځپاڼه په دې هکله زیاتوی چی حضرت آیت ا... العظمی سید علي خامنهاي د روژې د مبارکې میاشتې برکتونو او د عملونو فرصتونو ته په اشارې سره یې زیاته کړه: دا نعمتونه په حقیقت کښې پروردګار ته د نزدې کیدو لپاره بې ساري فرصتونه دي، په دې وجه باید له خدای پاک څخه په خشوع او خضوع سره له دغو فرصتونو د ګټه پورته کولو او له ګناهونو څخه د ډډه کولو توفیق وغوښتې شي.
معظم رهبر د قرآن د مبارکو آیتونو په استناد سره (ذکر) د دغه اسماني کتاب یو مبارک نوم او د ستر مصیبت یعنې غفلت اپوټه او مخالف ټکی وباله او زیاته یې کړه چې د قرآن پرله پسې تلاوت او ورسره مینه له پروردګار سره د لازیاتې اړیکې سبب کیږي.
حضرت آیت ا... العظمی خامنه اي قرآن کریم د خاتم پیغمبر(ص) جاودانه معجزه وبلله او زیاته یې کړه: قرآن پاک د انسان د تاریخ په ټولو پړاؤنو کښې د فردي، کورنۍ، ټولنیز، معنوي او حاکمیتي ژوند په ټولو پراخو او سترو ډګرونو او په ټولو اړخونو کښې د انسان د اړتیا وړ معارف هغه ته ورکوي.
دوي تعلّم، تدبّر او تفقّه یعنې ښوونه او ژوره زده کونه د قرآن له ژورو، باطني او لوړو معارفو څخه د ګټه پورته کول وبلل او زیاته یې کړه: دغو معارفو ته د رسیدو شرط د زړه او روح پاکول دي او دا کار د ځوانۍ په پړاؤ کښې لا اسان دی.
معظم رهبر په ایران کښې د تکړه او د ښه غږ لرونکو قاریانو له زیاتوالي څخه د خوښۍ په څرګندولو سره، دا کار د اسلامي انقلاب پامته داره وباله.
دوي تلاوت یو مقدس هنر وباله او په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې دا هنر باید د خدای د ذکر او هغه ته د بلنې په خدمت کښې وي، وویل: تلاوت باید داسې وي چې د اوریدونکي ایمان زیات کړي، په دې وجه تلاوت ته یوازې د یو هنر په توګه نه دي کتل پکار.
د اسلامی ایران ولسمشر ښاغلی رییسي له خپل عراقی همڅنګ سره په ټیلی فونی تماس کې وویل هر اسلامی هیواد له امریکا او صیهونیست رژیم غفلت وکړی نو د مسلمانانو له غوسې سره مخامخ کیږی .
په پاکستان کې د سیاسی کړکیچ په دوام کې پارلیمان د عمران خان په حکم سره ړنګ او د وار مخکې انتخاباتو غوښتنه یې وکړه .
په جرمنی کې د بې وزلۍ دپراختیا خطر له امله خلکو صدراعظم هوکړ .
اطلاعات
د اسلامی انقلاب معظم لارښود له قران سره د مینې په نورانی محفل کې وفرمایل د قران کریم د تلاوت مقدس هنر باید خدای تعالی ته د بلنې او ذکر په خدمت کې وی .
د ایران خارجه وزیر امیر عبداللهیان د ملګرو ملتو له سرمنشی ګوتریش سره په ټیلی فونی تماس کې ویلی دی ، په ویانا کې موافقې ته نږدې شوی یو . د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسین امیر عبداللهیان د ملګرو ملتو له سرمنشي انتونیو ګوترش سره په ټیلیفوني خبرو کښې په ویانا کښې د ایران خلاف بندیزونو پورې د اړوندو وروستیو بدلونونو په هکله زیاته کړه: د مذاکرې لوري موافقې ته نزدې شوي دي او پاتې موضوعات د اروپايي اتحادیې د جګ پوړي مرکچي له خوا امریکايي لوري ته منتقل شوي دي.
ګوترش هم د روژې د میاشتې په مبارکۍ سره ویلی چې د رمضان د پیوستون د نوښت تر عنوان لندې یو پروګرام به د انسان دوستانه اقدماتو او صلحې د ټینګښت په موخه، د ملګرو ملتو په ایجنډا کښې راشي. د ایران خارجه وزیر او د ملګرو ملتو سرمنشي د افغانستان او یوکراین په شمول د نړیوالو موضوعاتو په هکله هم د نظر تبادله وکړه.
د پاکستان ولسمشر ډاکټر عارف علوی پارلیمان ړنګ اعلان کړ .ورځپاڼه لیکی د پاکستان لومړی وزیرپه پارلیمان کښې د ځان خلاف د عدم اعتماد تحریک له ناکامه کیدو وروسته له ولسمشر عارف علوي وغوښتل چې پارلیمان منحل کړي او له وخته مخکښې انتخابات ترسره کړي
د د ړنګولو حکم یې صادر کړ او په راتلونکو دریو میاشتو کښې یې د دوباره انتخاباتو د کولو امر وکړ.
د عمران خان د مخالفو سیاسي ګوندونو مشران، هغه یو امنیتي خطر ګڼي. دغو کسانو عمران خان په نړۍ کښې د پاکستان د یوازې پاتې کیدو عامل بللی دی او د هغه حکومت ماته خوړلې ګڼي.
خو له بلې خوا د پاکستان لومړی وزیر د خپل حکومت د نسکورولو لپاره د یوې بهرنۍ دسیسي خبر ورکړ او ویې ویل چې د ده د څنګته کولو اقدام، د امریکا په ملاتړ سره په پاکستان کښې د حکومت د بدلولو لپاره هڅه ده.
په پاکستان کې عمومی خلک هم د هیواد په چارو کې د امریکا په لاسوهنې سخت غوسه شوي دي او ډیر خلک وایی چی که انتخابات وشي نو بیا به عمران خان ته رایه ورکړی . د پاکستان په عمومی افکارو کې له امریکا ډیره کرکه موجوده ده .ډیر شناندی وایی چی که انتخابات ترسره شی نو عمران خان به له مخکې هم په ډیرو رایو سره بریالې شی .
د ایران ولسمشر ښاغلی رییسی له خپل عراقی همڅنګ سره په ټیلی فونی تماس کې وویل پردي په سلطه پالنې پسې دي ، ایران د عراق له خپلواکۍ ملاتړ کوی .
ابتکار
د ایران ولسمشر ښاغلی رییسی له خپل عراقی همڅنګ سره په تماس کې ویلی چی تهران د عراق د سیمه ایز او نړیوال ځای له لوړتیا ملاتړ کوی .
ماسکو وایی د سولې خبرو اترو دومره پرمختګ ندې کړې چی پوتین او زلنسکی کتنه ولرلې شی .
د امریکا پخوانې ولسمشر ټرمپ د ویانا په مزاکراتو کې د بایدن حکومت په کړچار په نیوکې سره ادعا وکړه که د ولسمشر په توګه انتخاب شوې وې نو په یوه اونۍ کې به یې له ایران سره موافقه کړی وه .
د پاکستان د اطلاع رسونې وزیر ویلی دی د حکومت کابینه ړنګه شوی خو عمران خان به د موقته حکومت تر جوړیدا هماغه راز د لومړی وزارت څوکۍ ولرلې شی .