نړيوالې محکمې د ايران په ګټه ۳۹ ميلين يوروئي فېصله وکړه
د ايران د ګېسو د انجنيئرۍ او پراختيا شرکت عامل مدير د نړيوالې محکمې لخوا د ايران په ګټه د ۳۹ ميلين يوروئي فېصلې خبر ورکړ.
د اېسنا خبري آژانس د رپوټ له مخې رضا نوشادي د بنديزونو له ستنولو وروسته د ګېسو دسترخوان نومې فرانسوي شرکتله ايران سره خپله معاهده عملي نه کړه.
هغه زياته کړه، دغه معاهده د ګېسو د ذخيره کولو له شرکت سره لاسليک شوه او د دغه شرکت له ختمېدو وروسته د ايران د ګېسو د انجنيئرۍاو پراختيا شرکت ته منتقل شوې وه.
نوشادي همدارنګ وويل: د ګېسو دسترخوان نومې فرانسوي شرکت په نړيواله محکمه کښې د ايران په خلاف د ۲۶ ميلين يورو ادعا وکړه په داسې حال کښې د ايران لخوا د دغه شرکت په خلاف د تاوان ورکولو دعوا کړې وه چې بالاخره دغه دعوا د فرانسوي شرکت په زيان تمامه شوه او د نړيوالې محکمې د دغې فېصلې له مخې دغه شرکت پکار دے ايران ته تاوان ادا کړي.