د پاکستان لومړي وزیر له ایران سره په اړیکو ټینګار وکړ
ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان نوي لومړي وزیر شهباز شریف د سیمې او ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو د پیاوړي کولو لپاره د خپل نوي حکومت د پروګرامونو په بیانولو سره وویل د تجارت په برخه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت له دوست او ورور هیواد سره د اړیکو د پیاوړي کولو ملاتړ کوم .
شهباز شریف پرون مازیګر د پاکستان د نوي لومړي وزیر په توګه له انتخابیدا وروسته په یوې وینا کښې د خارجي سیاست د پیاوړي کولو لپاره د اسلام اباد د راتلونکي حکومت په ارادې ټینګار وکړ .
هغه له ایران اسلامي جمهوریت سره اړیکې مهمې او ورورګلویزې وبللې او ټینګار یې وکړ مونږ له ایران سره د اسلام اباد د دوه اړخیزه تجارتي اړیکو د پیاوتیا ملاتړ کوو .
د پاکستان نوي لومړي وزیر شهباز شریف د افغانستان حالاتو او په سیمه او نورو ګاونډیو هیوادونو باندې په دغه هیواد کښې د کړکیچ د سختیدا پایلو ته په اشارې سره د افغانستان له خلکو سره د سمدستي مرستو کولو او د دغه هیواد په انساني او اقتصادي کړکیچ د غلبې لپاره د هڅې غوښتنه وکړه .
شهباز شریف له امریکا سره د اسلام اباد په پیچلیو اړیکو او د دواړو هیوادونو ترمینځ په اختلاف لرلو باندې اعتراف سره وویل اسلام اباد له واشنګټن سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی .