د پاکستان لومړي وزیر له ایران سره په اړیکو ټینګار وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i114652-د_پاکستان_لومړي_وزیر_له_ایران_سره_په_اړیکو_ټینګار_وکړ
ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان نوي لومړي وزیر شهباز شریف د سیمې او ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو د پیاوړي کولو لپاره د خپل نوي حکومت د پروګرامونو په بیانولو سره وویل د تجارت په برخه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت له دوست او ورور هیواد سره د اړیکو د پیاوړي کولو ملاتړ کوم .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 12, 2022 00:13 Asia/Kabul
  • د پاکستان لومړي وزیر له ایران سره په اړیکو ټینګار وکړ

ایرنا خبري اژانس وايي د پاکستان نوي لومړي وزیر شهباز شریف د سیمې او ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو د پیاوړي کولو لپاره د خپل نوي حکومت د پروګرامونو په بیانولو سره وویل د تجارت په برخه کښې د ایران د اسلامي جمهوریت له دوست او ورور هیواد سره د اړیکو د پیاوړي کولو ملاتړ کوم .

شهباز شریف پرون مازیګر د پاکستان د نوي لومړي وزیر په توګه له انتخابیدا وروسته په یوې وینا کښې د خارجي سیاست د پیاوړي کولو لپاره د اسلام اباد د راتلونکي حکومت په ارادې ټینګار وکړ .

هغه له ایران اسلامي جمهوریت سره اړیکې مهمې او ورورګلویزې وبللې او ټینګار یې وکړ مونږ له ایران سره د اسلام  اباد د دوه اړخیزه تجارتي اړیکو د پیاوتیا ملاتړ کوو .

د پاکستان نوي لومړي وزیر شهباز شریف د افغانستان حالاتو او په سیمه او نورو ګاونډیو هیوادونو باندې  په دغه هیواد  کښې د کړکیچ د سختیدا  پایلو ته په اشارې سره د افغانستان له خلکو سره د سمدستي مرستو کولو او د دغه هیواد په انساني او اقتصادي کړکیچ د غلبې لپاره د هڅې غوښتنه وکړه .

شهباز شریف له امریکا سره د اسلام اباد په پیچلیو اړیکو او د دواړو هیوادونو ترمینځ په اختلاف لرلو باندې اعتراف سره وویل اسلام اباد له واشنګټن سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی .