د ایران او د روسیې تر مینځ د همکاریو پراختیا
Apr 15, 2022 09:14 Asia/Kabul
په مسکو کې د ایران د اسلامي جمهوریت ځانګړی سفیر او استازی او د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال د دواړو هیوادونو تر مینځ له بندیزونو پرته د همکاریو په پراختیا تاکېد کړي.
د ایرنا له راپور سره سم، په مسکو کې د ایران سفیر کاظم جلالي او د روسیې د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ایګور مارګولف موافقه کړې چي دواړه هیوادونه د بندیزونو ورهاخوا اقتصادي ملګرتیا وکړي.
د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي چي دغه هیواد به نور په ایران باندې لګول شوي بندیزونو ته له پاملرنې پرته ایران سره د اقتصادي اړیکو د پراختیا غوښتونکی دی.
د دواړو هیوادونو تر مینځ سوداګری په ۲۰۲۱ میلادي کال کې کابو څلور میلیارد ډالرو ته رسېدلي چي تر دې مخکې یې مخینه نه ده درلودلې.
ټیګونه