د ايران د حکومت وياند:
د دوه ملييارډ مسلمانانوګستاخانه توهين بشري حقوق نه دي
د ايران د حکومت وياند د سوئيډن د پوليسو په سرکاري ملاتړ سره د روژې په مبارکه مياشت کښې د دوه مليارډ مسلمانانو ګستاخانه توهين نفرت خپرونه او د بشر د معنوي ژوند په خلاف يو اقدام وبلۀ.
د اېرنا د رپوټ له مخې علي بهادري جهرمي نن سحر په يو ټوئيټ کښې وليکل:په لويديځ کښې د مذهب آزادۍ خپل ځاے د آسماني دينونو توهين او سپکاوي ته ورکړے او د بيان آزادي هم د افراط ګرائۍ او نسل پرستۍ د رواجولو لپره يو وسيله ګرځېدلې ده.
د ايران د حکومت وياند زياته کړه، د سوئيډن د پوليسو په سرکاري ملاتړ او د روژې په مبارکه مياشت کښې د دوه ميليارډ مسلمانانو ګستاخانه توهين بشري حقوق نه بلکه نفرت خپرونه او د بشر د معنوي ژوند په خلاف اقدام دے.
ټي آر ټي ورلډ ټي وي چېنل په دې وروستيو کښې داسې تصويرونه خپارۀ کړل چې پکښې په سوئيډن کښې يو کس د قرآن مجيدپه توهين کولو سره د دغه مقدس کتاب د سوزولو په حال کښې دے.
دغه کس په ډنمارک کښې د تندلاري ښي پاله ګوند مشر راسموس پالو ؤ چې د سوئيډن په يوه سيمه کښې يې د قرآن مجيد د سوزولو اقدام وکړ.
دغه اقدام په سوئيډن او يو شمېر نورو اسلامي هېوادونو کښې د احتجاجونو سبب شو.
په سوئيډن کښې د وروستيو څو ورځو له پېښو وروسته پرون په تهران کښې د دغه هېواد شارډزفئر د ايران خارجه وزارت ته حاضر کړے شو او ورته د بيان د ازادۍ په بهانه د سوئيډن د پوليسو تر ملاتړ لاندې د نوموړي کس لخوا په دغه ګستاخانه اقدام سخت احتجاج وړاندې کړې شو.