ایران په غیږنیونې کښې د آسیا اتل شو
Apr 20, 2022 02:51 Asia/Kabul
د آزادې د غیږ نیونې ۸۷ کیلوګرامه وزن په سیالیو کښې د ایران لوبغاړی ناصر علیزاده د آسیا اتل شو
د ایران د کُشتۍ یا غیږنیونې د ملي لوبډلې ۸۷ کیلوګرامه وزن لرونکی لوبغاړی ناصر علیزاده د آسیا د اتلولۍ په سیالیو کښې په دغه وزن کښې خپل ازبکستاني سیال ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو میډل ترلاسه کړ.
د آزادې غیږنیونې د آسیايي اتلولۍ سیالۍ پرون په پنځو مختلفو وزنونو کښې د منګولیا هیواد په اولان باتور ښآر کښې ترسره شوې.
د ایران له خوا ایمان محمدي او عارف حبیب اللهي هم پّ ۶۳ او ۷۷ کیلوګرامه وزنونو کښې د زیړو دوه میډلونه وګټل.
نن به په دې لړ کښې د نورو ۵ وزنونو سیالۍ ترسره کیږي.
ټیګونه