د صهيونېسټ رژيم د جنايتونو په خلاف دې فوري اقدامات اوشي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i115356-د_صهيونېسټ_رژيم_د_جنايتونو_په_خلاف_دې_فوري_اقدامات_اوشي
د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير بېګا د صهيونېسټ رژيم له تېريو او جنايتونو سره د مقابلې لپاره د هېوادونو ، نړيوالو ادارو په خاصه توګه د اسلامي تعاون تنظيم د فوري اقداماتو غوښتنه وکړه.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Apr 29, 2022 05:02 Asia/Kabul
  • د صهيونېسټ رژيم د جنايتونو په خلاف دې فوري اقدامات اوشي

د ايران د اسلامي جمهوريت خارجه وزير بېګا د صهيونېسټ رژيم له تېريو او جنايتونو سره د مقابلې لپاره د هېوادونو ، نړيوالو ادارو په خاصه توګه د اسلامي تعاون تنظيم د فوري اقداماتو غوښتنه وکړه.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې حسېن امير عبداللهيان د قدس د نړيوالې ورځې په مناسبت په يولړ مراسمو کښې چې په انګرېزۍ ژبه جوړل شول، د صهيونېسټ رژيم د جنايتونو په غندلو سره وويل:  هېوادونه او نړيوالې ادارې په تېره بيا د اسلامي تعاون تنظيم دې په فوري توګه د غاصب صهيونېسټ رژيم د جنايتونو او سنګدليو په خلاف فوري اقدامات وکړي.

امير عبداللهيان په دغو مراسمو کښې همدارنګ د امام خمېني (رح) لخوا د قدس د نړيوالې ورځې نومولو ته په اشارې سره د شهيد عماد مغنيه، شېخ احمد ياسين، فتحي شقاقي، عباس الموسوي او همدارنګ د قدس ستر د شهيد جنرل قاسم سلېمان  او شهيد ابومهدي المهندس د ياد نمانځنه وکړه.

د ايران خارجه وزير د فلسطين د مسئلې د هواري لپاره د ايران د اسلامي جمهوريت وړانديزي سياسي منصوبې ته هم اشاره وکړه چې يوه لسيزه مخکې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر حضرت آيت العظمی سيد علي خامنه اي لخوا وړاندې شوه.

دغه منصوبه چې د ملګرو ملتو په دارالانشاء کښې ثبت شوه د نيواکګرۍ د ختمولو او د فلسطين د ټاټوبي د اصلي اوسيدونکو په شتون سره د رېفرېنډم د جوړېدو په اړه ده.

د دغې منصوبې له مخې فلسطيني الاصل مسلمانان،يهوديان و مسيحيان به وکړې شي د رېفرېڼدم له لارې په خپل برخليک باندې د واکمن قانون د نظام ډول غوره کړي.

هغه په دغو مراسمو کښې همدارنګ په دې باندې په تاکيد سره چې صهيونېسټ رژيم همد اوس په ډېر کمزوري حالت کښې شتون لري، دا خبره څرګنده کړه چې مقاومت نن په ډېرو غوره حالاتو کښې دے.

د ايران خارجه وزير په دوام کښې د فلسطين له مظلوم ولس څخه د ايران د ملاتړونو په دوام باندې په تاکيد سره وويل: د ايران اسلامي جمهوريت به تر هغه وخته چې د قدس شريف په پائتخت سره د فلسطين په اصلي ټاټوبي کښې فلسطيني حکومت جوړ شي د فلسطين له ولس څخه خپلو ملاتړونو ته دوام ورکړي.