تهران ته د پولنډ د بهرنیو چارو د وزیر سفر
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i115674-تهران_ته_د_پولنډ_د_بهرنیو_چارو_د_وزیر_سفر
د ایران د خارجه وزارت ویاند تهران ته د پولنډ د بهرنیو چارو د وزیر د دوه ورځني سفر په هکله خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 07, 2022 02:01 Asia/Kabul
  • تهران ته د پولنډ د بهرنیو چارو د وزیر سفر

د ایران د خارجه وزارت ویاند تهران ته د پولنډ د بهرنیو چارو د وزیر د دوه ورځني سفر په هکله خبر ورکړ.

د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده اعلان وکړ چي د پولنډ د بهرنیو چارو وزیر زبیګنیو رائو به تهران ته د سفر پر مهال به د ایران د خارجه وزیر امیر عبداللهیان او نورو چارواکو سره خبري اتري وکړي.

دواړو لورو به د سیمه ایزو او نړیوالو چارو په هکله سلامشوري وکړي.

د پولنډ خارجه وزیر ایران ته د پولنډي مهاجرو د راتلو د ۸۰ کلیزي په مراسمو کې به هم ګډون وکړي.