د بنديزونو باوجود ايران د نړۍ تر ټولو ستر شلم اقتصاد دے
د پېسو د نړيوال صندوق د اعداد و شمار له مخې ايران د بنديزونو باوجود د دنيا ترټولو ستر شلم اقتصاد دے.
د پېسو نړيوال صندوق اټکل کړے دے چې د ايران کورنے ناخالص توليد به ۲۹۲۲ سږ کال د قوت خريد د اندازې له مخې څه باندې ۱۳۷ ميليارډ ډالره زيات شي او ۱۵۷۳ ميليارډ ډالرو ته ته به اورسي.
ايران ايران د پېسو د نړيوال صندوق د اعدادو شمار له مخې د نړۍ ترټولو سترو اقتصادونو د نوي رده بندۍ کښې شلم او له پولېنډ، مصر، هالېنډ، آرجنټائن، سوئيزلېنډ، بلجيم او آسټريا نه اوچت مقام کښې راغلے.
د اېرنا د رپوټ له مخې د پېسو نړيوال صندوق په ۲۰۲۱ کال کښې د قوت خريد د اندازې په بنياد د نړۍ د ۱۹۳ کورني ناخالص توليد د اعداد و شمار په خپرولو سره د بنديزونو باوجود د نړۍ د ترټولو سترو اقتصادونو ترمېنځ د ايران د شلمې رتبې خبر ورکړ.
د دغې نړيوالې ادارې د اټکل له مخې د ايران اقتصاد د دې باوجود چې له تېرو څو کلونو راهسې له ډېرو سختو بنديزونو سره مخامخ دے. په ۲۰۲۱ کال کښې د نړۍ له يو سل درې اويا هېوادونو نه اوچت ؤ.
آسټرېلیا د ۱۴۵۰ ميليارډ ډالرو له کورني ناخالص توليد سره له ايرانه يوه پوړۍ اوچت او په نولسمه رتبه کښې شتون لري.
پولېنډ هم د ۱۴۲۹ ميليارډ ډالرو له کورني ناخالص توليد سره له ايرانه يوه پوړۍ لاندې او په يويشتمه رتبه کښې راغلے دے.
همدارنګ د مصر، تائيلېنډ، پاکستان، هالېنډ، آرجنټائن، جنوبي افريقا، امارات، سوئيزرلېنډ، بلجيم، سوئيډن ، آسټريا، ناروے، پرتګال، يونان فېنلېنډ، عمان او کويت په شان هېوادونو په ۲۰۲۱ کال کښې له ايرانه ډېر لاندې اقتصادونه لرلي دي.
د دغه رپوټ له مخې چين د قوت خريد د اندازې له نظره د نړۍ ترټولو اوچت اقتصاد ګنل کيږي او امريکه له دې نظره دويمه رتبه کښې راغلې ده.
هند د ۱۰۲۱۸ ميليارډ ډالرو له کورني ناخالص توليد سره په دريمه، جاپان له ۵۶۱۵ ميليارډ ډالرو سره په څلورمه او جرمني له ۴۸۵۶ ميليارډ ډالرو سره په پينځمه رتبه کښې راغلي دي.
روسيه، انډونېشيا، برازيل، برطانيه ، فرانسه ، ترکيه، اېټاليا، مېکسيکو، جنوبي کوريا، کېنېډا، اسپانيا، سعودي،تائيوان او آسټرېليا هم په ترتيب سره له شپږمې نه تر نولسمې پورې رتبو کښې راغلي دي.