ایران په دوامداره توګه طالبانو سره په تماس کې دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i115778-ایران_په_دوامداره_توګه_طالبانو_سره_په_تماس_کې_دی
د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د دې په بیانولو چي ایران په دوامداره توګه د طالبانو له پلاوی سره په تماس کې دی، وویل:  د طالبانو پلاوي تهران ته تګ او راتګ کوي او په مختلفو مسالو باندې خبري رواني دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 09, 2022 07:19 Asia/Kabul
  • ایران په دوامداره توګه طالبانو سره په تماس کې دی

د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د دې په بیانولو چي ایران په دوامداره توګه د طالبانو له پلاوی سره په تماس کې دی، وویل:  د طالبانو پلاوي تهران ته تګ او راتګ کوي او په مختلفو مسالو باندې خبري رواني دي.

د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده په خبري ناسته کې ایران پرس ته وویل: د ایراني چارواکو او د طالبانو د راتلونکو ناستو لپاره کومه ځانګړې پرېکړه شوې نه ده، خو د طالبانو پلاوې له ایران څخه ځینې غوښتنې درلودلي دي.

په دې وروستیو کې ویل شوي چي د طالبانو یو پلاوي تهران ته د سفر اراده لري تر څو د افغان مهاجرو په هکله خبري اتري وکړي.

خطیب زاده په افغانستان کې وروستیو خوځښتونو ته په اشارې سره، یو ځلي بیا وویل: په افغانستان کې اوسنی حکومت خلګو ته سوله او ثبات راوستی دی.

ایران څلور میلیون افغان کډوالو ته ځای ورکړی دی، که څه هم ایران په سختو حالاتو کې دی او له زیاتو بندیزونو او فشارونو سره مخ دی خو بیا هم افغان کډوالو ته روغتیایي خدمات  ورکړي او بشري مرستي ورسره کوي.