نړیوال سور صلیب باید د خارجي وګړو مرسته وکړي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i115820-نړیوال_سور_صلیب_باید_د_خارجي_وګړو_مرسته_وکړي
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د کورنیو چارو د وزیر د پولیسو او د امنیتي چارو مرستیال سید مجید میر احمدي وویل د سره صلیب نړیواله کومیټه د ایران په اسلامي جمهوریت کښې له هستوګه خارجي ښاریزو سره د بشر دوستانه مرستو لپاره له ایران څخه په ملاتړ کښې خپله ونډه زیاته کړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 10, 2022 01:19 Asia/Kabul
  • نړیوال سور صلیب باید د خارجي وګړو مرسته وکړي

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د کورنیو چارو د وزیر د پولیسو او د امنیتي چارو مرستیال سید مجید میر احمدي وویل د سره صلیب نړیواله کومیټه د ایران په اسلامي جمهوریت کښې له هستوګه خارجي ښاریزو سره د بشر دوستانه مرستو لپاره له ایران څخه په ملاتړ کښې خپله ونډه زیاته کړي .

د ایران د کورنیو چارو د وزیر د پولیسو او د امنیتي چارو  مرستیال سید مجید میر احمدي پرون د سره صلیب د نړیوالې کومیټۍ له مشر رابرټ مارډيني سره په کتنه کښې په وروستیو کلونو کښې د دنیا بدلونونو ته په اشارې سره د سره صلیب په شان له نړیوالو ادارو څخه د ځینو هیوادونو په اوزاري استفادې نیوکه وکړه او ویې ویل نن سبا له نوي ښکارندې سره مخامخ یوو کومه چې د هغه بدمعاشۍ ، زوروینې او ظلم له کبله ده چې ځینې ستر قدرتونه یې د کمزورو ملتونو پرضد ترسره کوي .

هغه د ایران پرضد بایکاټونو ته په اشارې سره وویل امریکا په عمل کښې په درملو او خوراکي شیانو هم بایکاټونه لګولي دي .

امیر احمدي دغه راز د ایران له سرې میاشتې سره په ملګرتیا کولو کښې د سره صلیب د نړیوالې کومیټۍ د اقداماتو په قدرونې سره د افغانستان له بدلونونو وروسته د دغه هیواد د ښاریزو د مهاجرت کولو څپې ته په اشارې سره وویل د ایران حکومت هر کال خپلو ښاریزو د اساسي شیانو او د انرژۍ په برخه کښې کابو سل(۱۰۰) میلیارډه ډالره سبسیډي ورکوي او د افغانستان ښاریز هم له دغه سبسیډۍ استفاده کوي .