د ایټمي انرجیو د نړیوالې ایجنسۍ سره د ایران اړیکې دوام لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i115910-د_ایټمي_انرجیو_د_نړیوالې_ایجنسۍ_سره_د_ایران_اړیکې_دوام_لري
د اسلامي ایران د ایټمي انرجیو د سازمان ویاند د ایټمي انرجیو د نړیوالې ایجنسۍ سره د ایران د همکاریو د دوام خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 12, 2022 08:22 Asia/Kabul
  • د ایټمي انرجیو د نړیوالې ایجنسۍ سره د ایران اړیکې دوام لري

د اسلامي ایران د ایټمي انرجیو د سازمان ویاند د ایټمي انرجیو د نړیوالې ایجنسۍ سره د ایران د همکاریو د دوام خبر ورکړ.

د ایران د ایټمي انرجیو د سازمان ویاند بهروز کمالوندی «مهر» خبري اژانس ته د مطرح شویو ادعاګانو په غبرګون کې ویلي چي د ایټمي انرجیو د نړیوالې ایجنسۍ د رئیس رافائل ګروسي په خبرو څېړنې روانې دي.

ځینو رسنیو په دې وروستیو کې د رافائل ګروسي په حواله ادعا کړې وه چي په ایران کې په ځینو ځایونو کې یورانیوم کشف شوی چي ایران یې په اړه د ایټمي انرجیو نړیوالې ایجنسۍ ته خبر نه دی ورکړی.

د ایران د ایټمي انرجیو د سازمان ویاند کمالوندي په دې اړه وویل: ممکن دی د ایټمي انرجیو د نړیوالې ایجنسۍ د مشر خبري د غربي رسنیو له لوري تحریف شوی وي چي تر دې مخکې هم داسي پېښي شوي وې.

هغه زیاته کړه چي څه موده مخکې د ایران او د ایټمي انرجیو د نړیوالې ایجنسۍ تر مینځ یوه ګډه بیانیه لاسلیک شوه او په اړوندو موضوعاتو باندې د همکاریو په هکله بحثونه روان دي.