د قطر امیر تهران ته راغی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i115918-د_قطر_امیر_تهران_ته_راغی
د قطر امیر د ایران د اسلامي جمهوریت له چارواکو سره د خبرو اترو په موخه تهران ته راغی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 12, 2022 10:17 Asia/Kabul
  • د قطر امیر تهران ته راغی

د قطر امیر د ایران د اسلامي جمهوریت له چارواکو سره د خبرو اترو په موخه تهران ته راغی.

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثانی نن د یوې سیاسي او اقتصادي جګپوري پلاوی په مشری د ایران له چارواکو سره د خبرو اترو په موخه تهران ته راغي چي د ولسمشر د لومړي مرستیال محمد مخبر له هرکلی سره مخ شو.

د قطر امیر د ایران د اسلامي جمهوریت د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په بلنه تهران ته راغلی دی.

د دې سفر په جریان کې به د قطر امیر د ایران له ولسمشر سره ګډه خبري غونډه وکړي.

څه موده مخکې د ایران ولسمشر هم د قطر د امیر په بلنې سره، د ګازو د صادروونکو هیوادونو په غونډه کې د ګډون په موخه دوحې ته سفر کړې و چي د غونډې په ترڅ کې د دواړو هیوادونو تر مینځ د همکاریو ۱۴ موافقې لاسلیک شوې.

قطر یو له هغو هیوادونو څخه دی چي د ایران په بهرني سیاست کې لومړیتوب لري او د دواړو هیوادونو اړیکې په دې وروستیو کې د پراختیا په حال کې دي.