د تهران د جُمعې خطيب:
ايران ته بشار اسد سفر سټراټيجک ؤ
د تهران د جُمعې د نمانځه خطيب ايران ته د سوريې د ولسمشر سفر سټراټيجک وبلۀ.
د اېرنا د رپوټ له مخې آيت الله سيد احمد خاتمي د تهران د دې هفتې د جُمعې عبادی او سياسي نمانځه په خطبو کښې ايران ته د سوريې د ولسمشر بشار اسد سفر او د اسلامي انقلاب له معظم رهبر سره کتنې ته په اشارې سره دغه سفر يو سټراټيجک سفر وبلۀ او وې ويل دغه سفر د مقاومت د محاذ د مضبوطيه سبب شو او سوريه له صهيونېسټ رژيم سره په مبارزه کښې د مقاومت په وړاندې کرښه کښې ده.
آيت الله خاتمي همدارنګ له معظم رهبر سره د قطر د امير شېخ حمد بن آل ثاني د کتنې په اړه وويل: دغه سفر که څه د اقتصادي ملګرتيا د پراختيا له له لحاظه اهميت لري خو په دغه کتنه کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر فرمائشات وو چې صهيونېسټان چې هر ځاے کښې پښه ايږدي فساد رامنځته کوي او دغه کتنه د صهيونېزم په خلاف يو مشق ؤ.
د تهران د جُمعې د نمانځه موقته امام وويل: د فارس خليج د سيمې هېوادونه دې په قدرتمن ايران اعتماد وکړي ځکه چې ايران په حساسو موقع د دوي فرياد ته رسيږي.
هغه دا خبره په ګوته کړه، امريکه،برطانيه او جلاد صهيونېسټ رژيم د بهروسې وړ نه دي او په ايران باندې بهروسه کېدې شي.