امیرعبداللهیان:
د ګاونډیانو د اړیکو ښه کیدل د سیمې دښمنان نهیلې کوي
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د متحده عرب اماراتو له نوي مشر سره خپلې کتنې ته په اشارې سره د ګاونډیانو ګرمې اړیکې د سیمې د دښمنانو د ناامیدۍ لامل وبللې
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د متحده عرب اماراتو له نوي مشر سره خپلې کتنې ته په اشارې سره د ګاونډیانو ګرمې اړیکې د سیمې د دښمنانو د ناامیدۍ لامل وبللې
حسین امیر عبداللهیان تیره شپه په یو ټویټ کښې ولیکل: د ایران او اماراتو په اړیکو کښې یو نوی باب خلاص شو. خپلو ګاونډیانو ته د ګرمې دوستۍ لاس ورکوو. د ګاونډیانو د اړیکو ګرمي د سیمې دښمنان ناهیلې کوي.
د ایران خارجه وزیر امیر عبداللهیان چې د متحده عرب اماراتو د وفات شوي مشر د جنازې په مراسمو کښې د ګډون او تسلیت لپاره ابوظبۍ ته تلی و، پرون یې دغه هیواد له نوي مشر محمد بن زاید سره د ګډو مسائلو په هکله خبرې اترې وکړې.
په اماراتو کښې د استوګنو ایرانیانو د ستونزو د هواري او په چارو کښې یې د اسانتیا په شمول د ځینو ګډو او دلچسپۍ وړ موضوعاتو په سر د نظر تبادله د اماراتو له نوي مشر سره د امیر عبداللهیان د خبرواترو چورلیز و.
د شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان له مړینې وروسته د اماراتو لوړې فیډرل شورا تیره شنبه محمد بن زاید آل نهیان د متحده عرب اماراتو د نوي مشر په توګه غوره کړی دی.