له ترهګرۍ سره مبارزه د ایران او تاجکستان د ملګرتیا وړومبیتوب دی
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i116092
سره له دې چې تاجکستان د ایران ګاونډی هیواد نه دی خو دواړه هیوادونه تاریخي، کلتوري او ژبني پیوندونه لري
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 17, 2022 05:31 Asia/Kabul
  • له ترهګرۍ سره مبارزه د ایران او تاجکستان د ملګرتیا وړومبیتوب دی

سره له دې چې تاجکستان د ایران ګاونډی هیواد نه دی خو دواړه هیوادونه تاریخي، کلتوري او ژبني پیوندونه لري

د ایران د وسله والو ځواکونو لوې درسیز او د تاجکستان دفاع وزیر له ترهګرۍ سره د مبارزې، په پولو کښې د امنیت د ټینګیدو او هم داشان د دواړو هیوادونو ترمینځ د ګډو مانورو د ترسره کیدو او د پوځي تجهیزاتو د پراختیا په ضرورت باندې ټینګار وکړ.

د ایران د وسله والو ځواکونو لوې درستیز جنرال محمد باقري پرون له تاجکستان سره د دفاعي او پوځي ملګرتیاؤ د پراختیا په موخه د یو لوړرتبه پوځي پلاوي په مشرۍ دغه هیواد ته تلی دی.

سردار محمد باقري د تاجکستان د دفاع وزیر جنرال شیر علي میرزا له خوا له رسمي هرکلي او هم داشان په پرتمینو پوځي دستورو کښې له ګډون ووسته په یوې تخصصي غونډې کښې په مرکزي آسیا کښې له ترهګرۍ سره د مبارزې او د دوه اړخیزو ملګرتیا د پراختیا د لارو چارو د څیړنې په ترڅ کښې د افغانستان په چورلیزتوب سره په سیمه ایزو ملګرتیاو باندې خبرې اترې وکړې.

جنرال باقري په دغې غونډې کښې په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د ایران او تاجکستان وسله وال ځواکونه په سرحدونو کښې د امنیت پر ټینګولو سربیره له یوبل سره تعامل او د نظر تبادله لري، څرګنده کړه: د دوه اړخیزو او سیمه ایزو ملګرتیاؤ پراختیا او مضبوطیا او هم داشان له ترهګرۍ سره د مبارزې په لړ کښې د پوځي ملګرتیاؤ پراختیا او روزنه باید د دواړو هیوادونو د وسله والو ځواکونو په وړومبیتوب کښې راشي.

په دغې کتنې کښې د تاجکستان دفاع وزیر جنرال شیر علي میرزا هم د دواړو هیوادونو په مرستې سره له ترهګرۍ او پلان شویو جرمونو او نشه ایزو موادو سره د مقابلې لپاره د ایران د وسله والو ځواکونو له طرحې هرکلی وکړ او ویې ویل چې د ګډو پوځي مشقونو ترسره کول او د پوځي تجهیزاتو پراختیا د تاجکستان او ایران د وسله والو ځواکونو یو وړومبیتوب دی.

د ویلو ده چې د ۱۹۹۱ کال د ستمبر په نهمه نیټه د تاجکستان جمهوریت له خپلواکۍ وروسته، د ایران اسلامي جمهوریت وړومبنې هیواد و چې د تاجکستان خپلواکي یې په رسمیت وپیژندله او په دوشنبه ښار کښې یې خپل سفارت پرانسته.

سره له دې چې تاجکستان د ایران ګاونډی هیواد نه دی خو دواړه هیوادونه تاریخي، کلتوري او ژبني پیوندونه لري.