ناټو دې پوه شي چي د مقابلې لاره ښه پایلې نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i116114-ناټو_دې_پوه_شي_چي_د_مقابلې_لاره_ښه_پایلې_نه_لري
د ایران د خارجه وزارت ویاند د ناټو ناوړه سیاستونو او اقداماتو ته په کتو سره، ویلي د مقابلې کومه لاره چي ناټو غوره کړې ناوړې پایلې لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 17, 2022 08:22 Asia/Kabul
  • ناټو دې پوه شي چي د مقابلې لاره ښه پایلې نه لري

د ایران د خارجه وزارت ویاند د ناټو ناوړه سیاستونو او اقداماتو ته په کتو سره، ویلي د مقابلې کومه لاره چي ناټو غوره کړې ناوړې پایلې لري.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده اسپیوټنیک ته وویل: د روانو کښالو جړه، د نورو هیوادونو په سیاسي او امنیتي ملاحظاتو باندې په ملنډي وهلو او د ناټو په غځېدو کې نغښتې ده.

خطیب زاده د دې په بیانولو سره، چي تهران د روسیې او اکراین تر مینځ د سولي د ټینګولو لپاره خپل ټول وس کاروي، زیاته کړه: ایران به د دواړو هیوادونو تر مینځ د لانجو د ختمولو او د مینځګړیتوب په موخه جدي هلي ځلي وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند همدارنګه د روسیې او د ایران اړیکو ته په اشارې سره، وویل: د تهران او مسکو اړیکې استراتیجیکي دي او اجازه نه ورکوو چي هیڅ یوه مساله په دغو اړیکو کې خنډ وګرځي.