ایران په تاجیکستان کې د بې پیلوټو الوتکو کارخانه جوړه کړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i116116-ایران_په_تاجیکستان_کې_د_بې_پیلوټو_الوتکو_کارخانه_جوړه_کړې
د تاجیکستان په پلازمینې دوشنبه کې د (ابابیل ۲) بې پیلوټي الوتکې د جوړولو کارخانه د ایران وسله والو ځواکونو د لوی درستیز او د تاجیکستان د دفاع وزیر په حضور کې پرانیستل شوه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 17, 2022 08:24 Asia/Kabul
  • ایران په تاجیکستان کې د بې پیلوټو الوتکو کارخانه جوړه کړې

د تاجیکستان په پلازمینې دوشنبه کې د (ابابیل ۲) بې پیلوټي الوتکې د جوړولو کارخانه د ایران وسله والو ځواکونو د لوی درستیز او د تاجیکستان د دفاع وزیر په حضور کې پرانیستل شوه.

د ایران د وسله والو ځواکونو د لوی درستیزولی د اطلاع رسونې د ادارې له راپور سره سم، د ایران او تاجیکستان تر مینځ د دفاعي او فوځی همکاریو د پیاوړتیا په لړ کې د ابابیل ۲ د بې پیلوتو الوتکو د تولید یوه کارخانه د ایران د وسله والو ځواکونو د لوی درستیز محمد باقري او د تاجیکستان د دفاع وزیر شیرعلی میرزا په حضور کې په دوشنبه کې پرانیستل شوه.

جنرال باقرې په دغه مراسمو کې دې ته په اشارې سره، چي ایراني ساینس پوهانو له کورني ظرفیتونو په کارولو سره په ټولو فوځي ډګرونو او په تېره بیا د بې پیلوټو الوتکو په زمینه کې زیاتې لاسته راوړنې تر لاسه کړی، وویل: نن سبا داسي یو ځای ته رسېدلو چي د کورني اړتیاو د برابرولو په هاخوا ملګرو هیوادونو ته هم د سولي او امنیت د تامینولو په موخه وسلې صادرولایشو.

د ایران د وسله والو ځواکونو لوی درستیز  په تاجیکستان کې د بې پیلوتو الوتکو د تولید د کارخانې جوړېدا د دواړو هیوادونو تر مینځ د فوځي ملګرتیاو مهم پړاو وباله او زیاته یې کړه: په راتلونکې کې به د ایران او تاجیکستان تر مینځ فوځي همکارۍ نوره هم وغځیږي.