له ښوونکو سره د رهبر لیده کاته
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i116180-له_ښوونکو_سره_د_رهبر_لیده_کاته
ټول خلګ ښوونکو ته په درنښت ګوري او د هغه مقام لوړ ګڼي، ځکه چي په حقیقت سره د هغوی مقام لوړ دی او دغه لوی مقام ورسره ښایي. ایرانی شاعر سعدي شیرازی د ښوونکی په وړاندې د رده کوونکی ناسته د ژوندانه لوبه بولي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 18, 2022 12:42 Asia/Kabul
  • له ښوونکو سره د رهبر لیده کاته

ټول خلګ ښوونکو ته په درنښت ګوري او د هغه مقام لوړ ګڼي، ځکه چي په حقیقت سره د هغوی مقام لوړ دی او دغه لوی مقام ورسره ښایي. ایرانی شاعر سعدي شیرازی د ښوونکی په وړاندې د رده کوونکی ناسته د ژوندانه لوبه بولي.

تېره اونۍ د اسلامي انقلاب معظم رهبر د هیواد له فرهنګي فعالینو او د ښوونکو له یوې ډلي سره په کتنه کې د هغوی قدرونه وکړه او د دې لیده کاته څخه هدف د هیواد په عامه فرهنګ کې د ښوونکو د رول پیاوړي کول وباله تر څو د خلګو په نزد کې د ښوونکی او د ښودنې ارزښت تثبیت او تل پاته شي. یعني هم خپل ښوونکی او هم یې کورنۍ د هغه په دنده ویاړ وکړي او ټولنه هم ښوونکی ته د یو ویاړمن کس په سترګه وګوري.

هغوی د ښوونکی یا د معلم دوو مهمو کارونو ته په اشارې سره وویل: د معلم یا د ښوونکی ټکی دوو ځایونو کې استعمالیږي، یو ځای کې د ښوونکی، تعلیم ورکوونکی په معنا ده، چي دا ډېر زیات ارزښت لري، خدای پاک هم ځان ته د معلم صفت راوستی لکه د بقرې د مبارکې سورې په ۲۸۲ ایت کې وَ اتَّقُوا اللهَ وَ یُعَلِّمُکُمُ الله (ه الله نه ووېرېږئ، او الله تاسو ته ښودنه كوي،) یا د علق د مبارکې سورې ۵ ایت کې چي متعال خدای فرمایي: عَلَّمَ الاِنسانَ ما لَم یَعلَم (انسان ته يې هغه څه ښودلي دي چې دى پرې نه پوهېده).

په یو ځینې ایتونو کې بیا د معلم یا د ښوونکی ټکې د انبیاو لپاره کارول شوی دی، د مثال په توګه د نبی اکرم ص په اړه د بقرې د مبارکې سورې په ۱۵۱ ایت کې راغلې:  وَیُعَلِّمُکُمُ الکِتابَ وَ الحِکمَة (لكه چې مونږ په تاسو كې له هم تاسو نه رسول درلېږلى دى چې پر تاسو باندې زمونږ ایتونه تلاوت كوي، او تاسو پاكوي او تاسو ته كتاب او حكمت (سنت) ښَیي، او تاسو ته د هغه څه تعلیم دركوي چې تاسو پرې نه پوهېدلئ). معلم په دې معنا، یا هم ټوله عالمان، پوهان او لوی شخصیتونه لکه شهید مطهري، له دې اړخه معلمان یا ښوونکي دي، د دې ټکی یو معنا دا ده کوم کس چي مخاطب ته یو څیز ورښیي هغه معلم دی. د معلم یا د ښوونکی دوهمه بیا د سبق ښودلو معنا ده، د دغه ډول معلم لپاره هم زیات فضیلتونه شته، ځکه چي د دې تعلیم مخاطب ماشومان او زلمیان دي چي خپل د عمر تر ټولو په اغېزمنوونکی پړاو کې دي.

هغوی زیاته کړه: د دغه تعلیم مخاطبان د انسانانو داسي یوه ټولګه ده چي له تعالیمو څخه د اغېزمنیدو امکان د نورو پرګنیو په پرتله په کښې زیات دی، د ښوونکی او د استادانو د کار اهمیت دا دی هغه هم لکه لومړی چي مو بیان وکړ هم معلم دی او هم د روزنې او ښودنې په ډګر کې فعاله حضور لري.

دې ته په کتو سره چي د اسلامي انقلاب اصلي هدف او هیله د اسلامي تمدن غوړېدل دي، ایت االله خامنه اي د اسلامي تمدن په شمول د هر یو تمدن بېخ بنا د هغه انساني زیرمې بولي چي کولایشي هغه تمدن ته بڼه ورکړي، هغوی ښوونکی د تمدن رامینځ ته کوونکی د نسل روزونکي وباله او وې فرمایل: نن تاسو دغه نسلونو ته روزنه ورکوئ، کمال لرونکی نسل له هویت څخه برخمن دی، ایرانی-اسلامي پیاوړی او ژور هوبت لري، پوه، کارنده، ماهر، له ایراني او اسلامي سنتونو سره بلد، داسي یو نسل ته ضرورت دی تر څو اسلامي تمدن وغوړیږي، مونږ د انقلاب له لومړیو څخه کوښښ کاوه چي دغه نسل ته روزنه ورکړو، البته ناکامه شوي نه یو، د خدای په توکل سره مو ځینې بریالیتوبونه تر لاسه کړي، په مختلفو ډګرونو کې داسي روزل شوي زلمیان او شخصیتونه د همدغو ښوونکو په برکت په ټولنه کې پیدا شوي دي.

د اسلامي انقلاب معظم لارښود د ایران په تحصیلاتي پړاو کې د سبق ویلو ۱۲ کلنه موده د اسلامي جمهوریت د روزونکو لپاره ارزښناکه وباله چي باید په دې موده کې زده کوونکو ته د اسلامي انقلاب ارمانونه او ارزښتونه منتقل شي او ایرانی او اسلامي هویت پکښې پیاوړی شي.

ایت ا... خامنه ای د خپلو خبرو په دوام کې د ایران داسلامي جمهوریت د ښوونې او روزنې په هکله ځینې ټکې وښودلې او د ښوونکی په دینداری، اخلاق او مهارتونو باندې په تاکېد سره یادونه وکړه چي د داسي ښوونکو په ړنا کې زده کوونکی باید د ملی هویت له هوښیارتوب څخه برخمن شي او تر څنګ یې د ملی، انقلابي او اسلامي هویت بیرغ هم اوچت شي.

هغوی وویل: دغه ماشوم او زلمی باید په ښوونځی کې له یادو ارمانونو سره بلد شي، بلې هو، مونږ ریاضیاتو، کیمیا او بهرني ژبو ته ضرورت لرو، لیکن په دې معنا نه ده چي مونږ نور مسایل څنګ ته پرېږدو، سبق ضروري ده، مونږ باوري یو چي د پوهي بیرغ هم باید اوچت شي، لیکن باید تر څنګ یې انقلابي، ملي او اسلامي بیرغ هم اوچت شي.

هغوی د مقاومت ارزښت درکول د زده کوونکو له اړتیاو وباله او زیاته یې کړه: نړۍ د زوروینې نړۍ شوې، ټوله د زور په ژبه خبرې کوي، واړه وي که لوی وي، ختیځ او که لوېدیځ وي، په دې خاطر ولس باید داسي وروزل شي چي د زورویونکو په وړاندې ودریږي، دا باید له ماشوم توبه زده کړي او له زلمیتوبه یې په زړونو کې ځای کړل شي، په ځان باندې باور، د هغه ضروري چاري دي چي باید ورڅخه غفلت نه وشي، دغو مسایلو ته په پام سره، تمدن رامینځ ته کوونکی نسل روزل کیږي، داسي نسل چي ولس او هیواد سرلوړی کولایشي.

د اسلامي انقلاب رهبر په خپلو وېناو کې په نافع علم باندې په تاکید سره، تاکید وکړ چي یو ښوونکی کولایشي دغه ډول علم د زده کوونکو په زړونو کې ښخ کړي، داسي علم چي وکولایشي د ځوانانو او د زلمیانو استعداد او وړتیاوې وغوروي او وده ورکړي.

نافع یا ګټور علم همهغه حکمت او معرفت دی چي د امله یې یو ښه او نیک انسان روزل کیږي، کوم بدلونونه چي د کرونا وایروس د خپراوی د امله په ایران او نړۍ کې راغلي ټولو ته وښودله چي نافع علم هغه دی چي د پېښو په وړاندې، خپل هنر او خاصیت ښکاره کړي نه دا چي زده کړې یې په وغمیږي، د ایران ځوان ساینس پوهانو د روغتیایي سازو سامانونو په تېره بیا د واکسن په جوړولو سره، د خپل علم او وړتیاو اوج نندارې ته وړاندې کړ.

ایت ا.. خامنه ای د روزنې او ښوونې له وزارت څخه غوښتنه وکړه چي د سبقونو تر څنګ زده کوونکو ته مسلکې ښودنې هم وکړي او زیاته یې کړه: د ژوند اسلامي طریقه، ټولنیزي همکارۍ او یو بل سره مرسته هغه څه دي چي ماشوم باید په ښوونځی کې زده کړي، په ټولنه کې زمونږ یوه ستونزه د نظم نه شتون دی چي په ټولنیز او کورنی ژوند کې موجود دي، مونږ باید له زلمیتوبه له نظم او قانون څخه پېروکاری زده کړو. د لوست، تحقیق او د څېړنې هنر زده کوونکو ته د یو مهارت په توګه وروښودل شي، له ټولنیزو زیانونو سره مبارزه، ټوله خلګ له ټولنیزو زیانونو سره مبارزه وکړي البته که دغه انګیزه په کښې موجوده وي.

د اسلامي انقلاب قدرمن رهبر بیا هم د ښوونکو په اړه څو مهمو ټکو ته اشاره کړې او د ښوونې درون بار یې د ښوونکو په اوږو وباله او ویې ویل: ګران ښوونکي چي په مختلفو پړاونو لکه د انقلاب او د سپېڅلي دفاع او نورو سیاسي حالاتو کې د ښه رول په لوبولو سره ځوانانو ته لارښوونه کړې نن سبا هم باید خپل مهم مسئولیت ته پام وکړي او د معیشتي او اقتصادي کړاونو د امله خپل دغه مسئولیت سره دلچسبي له لاسه ورنه کړي.

هغوی ځوانان، ماشومان او زلمیان د ښوونکو په نزد کې د ولس او د هیواد امانت وباله او زیاته یې کړه: دغه قیمتي امانات باید د دیندارو ښوونکو په ړنا کې په پوه او ښه اخلاقي او دیني کسانو بدل شي.

ایت ا... خامنه ای په دوام کې د کرونا د خپراوی پر مهال د معلمینو له هلو ځلو څخه مننه وکړه او له چارواکو وغوښتله د ښوونکو معیشتي ستونزو ته پاملرنه وکړي، هغوی د خپلو وېناو په پای کې وویل:  مونږ د روزنې او ښوونې له وزارت څخه زیاتې تمې لرو، باید ورته پلانونه وکړي، لیکن ښوونکې دي هم هغوی ته منتظر نه شي او که کومه برنامه یې تر لاسه نه کړه نو په خپلو ابتکاراتو سره دي عمل وکړي او زده کوونکي وروزي.