جنرال رحیم صفوي:
امریکا به د برجام د موافقې منلو ته مجبوره شي
May 20, 2022 02:13 Asia/Kabul
د اسلامي انقلاب د معظم رهبر سلاکار تاکید وکړ چي امریکا به ایران سره د برجام د نړیوالې ایټمي موافقې منلو ته مجبوره شي.
په نظامي چارو کې د ایران د اسلامي انقلاب د معظم رهبر سلاکار جنرال سید یحیی رحیم صفوی وویل: نن سبا د ایران اسلامي جمهوریت پریکړه کوي او امریکایان باید ورته غاړه کښېږدوي او امریکا به د برجام منلو ته مجبوره شي.
د معظم رهبر دغه سلاکار د ایران د ولس د ارادې په وړاندې د امریکا او د اسرائیل په ماتي باندې په تاکید سره زیاته کړه: له دغو حالاتو څخه وځو او د لوېدیځي اسیا او د اسلامي هیوادونو لومړی ځواکمن هیواد رامینځ ته کوو.
ټیګونه