د ایران ولسمشر عمان ته ورسېده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i116342-د_ایران_ولسمشر_عمان_ته_ورسېده
د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د عمان د باچا په بلني سره د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د دې هیواد پلازمینې ته ورداخل شو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 23, 2022 08:13 Asia/Kabul
  • د ایران ولسمشر عمان ته ورسېده

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د عمان د باچا په بلني سره د یوه رسمي سفر په ترڅ کې د دې هیواد پلازمینې ته ورداخل شو.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر سید ابراهیم رئیسی نن سهار د سیمي د هیوادونو او ګاونډیانو سره د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو د غځولو د سیاست په چوکاټ کې د عمان د باچا هیثم طارق آل سعید په بلنې سره د یوه جګپوري سیاسي او اقتصادي پلاوی په مشری عمان ته لاړ.

د دې راپور له مخي، په کاخ العلم کې رسمي هرکلی، د عمان له باچا سره لیده کاته، د همکاریو د هوکړي لاسلیکول، له سوداګرو او د اقتصادي چارو له فعالانو سره خبري اترې، عمان ته د ایران د ولسمشر د یوه ورځنی سفر برنامه ده.

تیره اوونۍ هم د ایران او عمان تر مینځ د سوداګریزو اړیکو د پراختیا په لړ کې د ایران ۵۰ کسیزه تجارتي پلاوی مسقط ته په سفر تللي و.

د امریکا د فشارونو سره سره، د ایران او عمان تر مینځ اړیکې تل د متقابل احترام او د ګټو بر بنیاد دي.