د ایران د وسله والو ځواکونو ویاند:
امریکا او صهیونیستي رژیم په نړۍ کې د ترهګرو اقداماتو مرکز دی
May 23, 2022 09:23 Asia/Kabul
د ایران د وسله والو ځواکونو لوړ رتبه ویاند، وویل: امریکا او اسرائیل په نړۍ کې د ترهګریزو اقداماتو د پلان جوړونې په مرکز بدل شوی دی.
د ایران د وسله والو ځواکونو لوړ رتبه ویندوی جنرال ابوالفضل شکارچي په تهران کې په یوه مراسم کې د دې په بیانولو چي ایران د ټرور قربانی دی او له ۱۷ زره زیات ایرانیان ټرور شوي دي، زیاته کړه: د بشري حقونو په زمینه کې د امریکایانو او د هغوی د ملګرو ادعاوې ناسمي دي.
جنرال شکارچي تېره ورځ د حسن صیاد خدایی ټرور ته په اشارې سره وویل: د اسلامي انقلاب دښمنان هر کله چي له لالهاندی سره مخ شي او ټولي لارې په بندي وي، ترهګریزو اقداماتو ته مخه کوي.
هغه زیاتوي چي ټرور د اسلامي انقلاب د دښمنانو لپاره لاسته راوړنه نده بلکې د هغوی د ماتي خوړلو ښکارندوی دی.
ټیګونه