د ایران خارجه وزارت :
اوږدمهاله همکارۍ سیمه ایزي ملګرتیاوې پیاوړي کوي
د ایران د خارجه وزارت د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال له خپل ازبکستانی سیال سره په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا باندې په تاکید سره، اوږدمهالي همکارۍ د سیمه ایزو ملګرتیاو د پیاوړي کېدو لامل وباله.
د ازبکستان د جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال فرقت صدیق اف د اکو د غړو هیوادونو په غونډه کې د ګډون لپاره تهران ته راغلی و.
یاده غونډه د دوشنبې په ورځ په تهران کې تر سره شوه.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال علی باقری له خپل ازبکستانی سیال سره په لیدنه کې د هر اړخیزو اړیکو د پراختیا په لړ کې د دواړو لورو جدي ارادې ته په اشارې سره، وویل: د دې کار د ترسره کېدو لپاره باید ادارې چاري ګړندي شي.
باقري زیاته کړه: د سیمه ایز سولي او ثبات د تامینېدو او ټروریسم سره په مبارزه کې د ایران او د ازبکستان د ګډو ګټو په لړ کې باید د دواړو هیوادونو تر مینځ ملګرتیا پیاوړې شي.
هغه د افغانستان حالاتو ته په اشارې سره، تاکید وکړ چي په هر ډول حالاتو کې، د سیمي او ګاونډ هیوادونه باید د افغانستان ولس هېر نه کړي.
د ازبکستان د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال هم په دغه لیدنه کې په مختلفو ډګرونو کې منجمله په تجارتي او ټرانزیټي برخو کې ایران سره د اړیکو د غځولو لپاره خپل د هیواد په ارادې باندې په تاکید سره، وویل: مخکنۍ ترانزیتي لارې نور د خوړو د امنیت په زمینه کې د ضرورتونو ځواب ویونکې نه دي، باید نوې لاري ولټول شي.