په تهران کښې د سلام فرمانده په نوم ستر مراسم ترسره شول
زمونږ خبریال راپور راکړی د ایران په پلازمینې تهران کښې د «سلام فرمانده» سترې دستورې ترسره شوې او د ایران ماشومانو او زلمیو له مهدویت سره له مینې حماسه جوړه کړه.
د تهران د یولک کسیزه «ازادۍ» سټیډیوم نن له خپلو کورنیو سره یوځای د ایران د سلګونو زرو د ماشومانو، زلمیو او ځوانانو له صلابت اوپرتمینه ګډون څخه ډکه یوه خاطره رامینځته کوونکي ورځ ثبت کړه چې په یوه غږ یې د «سلام فرمانده» په نوم سرود یعني سندره د زړونوستر قومندان او د نړۍ ژغورونکي اخرالزمان حضرت امام مهدي علیه السلام ته وړاندې کړه.
زمونږ خبریال زیاتوي د سلام فرمانده په نوم سندره له حضرت امام مهدي علیه السلام سره د بیعت په محتوا او د ایران د ماشومانو او زلمیو په اجرا سره نن سبا د ایران په ټولو سیم کښې د خلکو د بیلابیلو پرګنو له پراخ هرکلي سره مخامخ شوی دی .



«سلام فرمانده»سرود اوس په اینټرنیټ سایټونو په پراخ ډول خپور شوی دی او ډیرو خلکو هغه لیدلی او اوریدلی دی