د ایران د سفارت مرستیال او د طالبانو وزیر خبرې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i116614-د_ایران_د_سفارت_مرستیال_او_د_طالبانو_وزیر_خبرې_وکړې
ایران پریس خبري اژانس وايي په کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي او د طالبانو د حکومت د مهاجرینو د چارو وزیر کتنه او خبرې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 30, 2022 07:42 Asia/Kabul
  • د ایران د سفارت مرستیال او د طالبانو وزیر خبرې وکړې

ایران پریس خبري اژانس وايي په کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي او د طالبانو د حکومت د مهاجرینو د چارو وزیر کتنه او خبرې وکړې.

په کابل کښې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفارت مرستیال سید حسن مرتضوي د طالبانو د حکومت د کډوالو د چارو له وزیر خلیل الرحمان حقاني سره له کتنې وروسته وویل په تیرو میاشتو کښې په افغانستان کښې داسې شرایط رامینځه شول چې د ایران اسلامي جمهوریت د ګڼ شمیر نویو کډوالو د راتلو کوربه شي  چې دغه موضوع د افغانستان له حکومت سره غږملتیا ته ضرورت لري.

هغه وویل په افغانستان کښې د نوي حکومت واک ته له رسیدا وروسته په ایران کښې د افغانستان د کډوالو د کاري بهیر د دوام لپاره ځینې اداري مشکلات رامینځته شوي دي چې دواړه لوري په ګډې ملګرتیا کښې په ایران کښې د افغانستان د کډوالو د اکثرو مشکلاتو د حل په لور حرکت وکړي.

په کابل کښې د ایران د سفارت مرستیال ډاګینه کړه چې د طالبانو د حکومت د کډوالو د چارو د وزارت یو پلاوی به د افغانستان د مهاجرینو د ستونزو د حل د بهیر د تعقیبولو لپاره تهران ته ورشي چې د دغو مشکلاتو د حل لپاره اداري اسانتیاوې په ګډ ډول تدبیر او اجرايي شي.

له تیرو څو میاشتو راهسې د افغانستان ګڼ شمیر خلک ایران ته راغلي چې اکثره یې غیرقانوني دي او د ایران د کورنیو چارو وزارت اوس د خارجي ښاریزو د سرشمیرنې د پلان په پیلولو سره په دې زمینه کښې د ځینو مشکلاتو د ختمولو کوشش پیل کړی دی.

په ایران کښې د افغانستان د مهاجرینو د اکثرو مشکلاتو حل کول د افغانستان له حکومت سره د ملګرتیا له لارې امکان لري او د افغانستان د  خلکو د مسائیلو حل کول باید له سیاسي موضوعګانو سره اړونده نشي.