داخلي ظرفیتونو ته پام د بایکاټ وسله له کاره غورځوي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i116636-داخلي_ظرفیتونو_ته_پام_د_بایکاټ_وسله_له_کاره_غورځوي
افغانستان په اړه د ایران او تاجیکستان ګډې اندیښنې لري او دواړه هیوادونه په دغه هیواد کې د ترهه ګرۍ له پراختیا او تکفیري ډلو له ودې اندیښنه لري او مونږه باوري یو هغه کسان چی اوس په افغانستان کې قدرت لري باید وکولې شي په یوه جامع او پراخ بنسټه حکومت سره له ټولو ډلو استفاده وکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 31, 2022 01:24 Asia/Kabul
  • داخلي ظرفیتونو ته پام د بایکاټ وسله له کاره غورځوي

افغانستان په اړه د ایران او تاجیکستان ګډې اندیښنې لري او دواړه هیوادونه په دغه هیواد کې د ترهه ګرۍ له پراختیا او تکفیري ډلو له ودې اندیښنه لري او مونږه باوري یو هغه کسان چی اوس په افغانستان کې قدرت لري باید وکولې شي په یوه جامع او پراخ بنسټه حکومت سره له ټولو ډلو استفاده وکړي .

 

د اسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای بایکاټ د هیوادونو په وړاندې د قدرتونو وسله وبلله او ټینګار یې وکړ داخلی ځواک او ظرفیتونو ته پام د بایکاټ وسله کاره غورځوي .

د رهبرۍ ستر مقام د ګل په ورځ د تاجیکستان له ولسمشر امام علی رحمان او وروسره ملګري پلاوی سره په کتنه کې د ایران او تاجیسکتان ژورو تاریخي ، دیني ، کلتوري او ژبني ګډولو ته په اشارې سره دواړه هیوادونه د خپلوانو او وروڼو په شان وبلل .

د رهبرۍ ستر مقام د ایران متنوع اب و هوا ، مځکې ، پراخې دښتې ، علمي  ، صنعتی او ټیکنالوجیکي پرمختګونه تو په ایران کې پوه بنسټه شرکتونه او همداراز په تاجیکستان کې پریمانې اوبه او معادن د ګډو ملکګرتیاو د پیاوړتیا زمینه جوړونکي وبلل او جوته یې کړه له بایکاټونو سره سره اسلامي ایران په مختلفو زمینو کې ښه پرمختګونه درلودلي دي او که بایکاټونه نه وې نو دغه پرمختګونه به نه کیدل ځکه چی بایکاټونه سبب شول چی په خپلو داخلي ظرفیتونو او ځواک تکیه وکړو .

د اسلامي انقلاب معظم  لارښود د ایران علمي ، صنعتي ، مهندسي او تخنیکي ظرفیتونه د تاجیکستان د مرستې لپاره ډیره مهم وبلل او زیاته یې کړه  له دغو ظرفیتونو د استفادې او د ملګرتیاو د جدي پراختیا لپاره باید ګډ کمیشن په جدی توګه د ټولو لاسلیک شویو اسنادو لپاره پلانونه او وخت وټاکي تر څو عملیاتي پړاو ته ورسي .

د رهبرۍ ستر مقام پر دې په ټینګار سره چی د ایران او تاجیکستان ترمینځ د ملګرتیا او همفکرۍ یو ډګر د سیمې مساییل او په تیره بیا د افغانستان وضعیت دې وفرمایل افغانستان په اړه د ایران او تاجیکستان ګډې اندیښنې لري او دواړه هیوادونه په دغه هیواد کې د ترهه ګرۍ له پراختیا او تکفیري ډلو له ودې اندیښنه لري  او مونږه باوري یو هغه کسان چی اوس په افغانستان کې قدرت لري باید وکولې شي په یوه جامع او پراخ بنسټه حکومت سره له ټولو ډلو استفاده وکړي .

د اسلامي انقلاب معظم لارښود همداراز تاجیکستان ته د ایران د وسله وال ځواک د لوی درستیز وروستی سفر او د ډرون د تولید دکارخانې پرانستلو ته په اشارې سره دغه ډول  ملګرتیاوې ډیرې مهمې وبللې او جوته یې کړه درون نن د هیوادونو په امنیت کې مهم عامل دې .

د تاجیکستان ولسمشر امام علی رحمان هم په دغه کتنه کې په تهران کې له شتون او د اسلامي انقلاب له معظم لارښودسره کتنه او د ایران له ولسمشر سره له خپلو خبرو د ډیرې خوشحالۍ په څرګندولو سره وویل د تجارتي ، اقتصادي او صنعتی اړیکو په شمولو په مختلفو زمینو کې ډیرې ښې خبرې وشوې او لاسلیک شویو اسنادو ته په پام سره هیله ده د جنابعالی په هدایت سره د دواړو هیوادونو اړیکي له مخکې زیاتې پراخې شي .

ښاغلی رحمان د افغانستان او د ترهه ګرۍ د پراختیا  په اړه امنیتی اندیښنې د دواړو هیوادونو ترمینځ مهمې موضوګانې وبللې او زیاته یې کړه مونږه په افغانستان کې د سولې ، ارامښت او د ټولو قومیتونو په شتون سره د حکومت غوښتونکی یو  او هیله من یو د ایران او تاجیکستان د امنیتی ملګرتیاو په زیاتیدا سره په اندیښنو غلبه وکړو  .