امیرعبداللهیان:
د آژانس په تخنیکي چارو کښې سیاسي لاسوهنه ړنګونکې ده
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د ایټمي انرجۍ د نړیوال آژانس د واکمنې شورا په راتلونکې غونډې کښې د ړنګونکو او مصنوعي فضاسازۍ د ختمیدو ضرورت ته په اشارې سره د دغه سازمان په تخنیکي چارو کښې سیاسي لاسوهنې ړنګونکې وبللې

حسین امیر عبداللهیان د سنګاپور له خارجه وزیر سره په خبرو کښې وویل: د ایران د ایټمي انرجۍ د سازمان او د آژانس د فني همکاریو بهیر او د آژآنس له خوا د ایران د ایټمي پروګرام د صلحه ایز والي بیابیا تایید، په بیړني سیاسي نظر اعمالولو سره داسې ناڅاپه اپوټه نه شي ښودل کیدلې.
هغه په دې خبرې سره چې تهران ته د ګروسي په وروستي سفر کښې دواړه لوري په یو مثبت بهیر سې موافقې ته ورسیدل، زیاته کړه: ایران د آژانس په تخنیکي چارو کښې سیاسي مداخلات بیخي غیررغنده او ړنګونکي ګڼي.
عبداللهیان یوې ښې، پایدارې او پياوړې موافقې ته د رسیدو لپاره د ایران جدي والي ته په اشارې سره څرګنده کړه: موافقه نزدې ده خو که ټول لوري په حقیقت پسندۍ سره په ګواښ نه بلکې په ډيپلماسۍ او ژمنو پابند وي.
په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د سنګاپور خارجه وزیر هم د دواړو هیوادونو د اړیکو په مخ په ودې بللو او د کرونا له کړکیچ وتلو ته په اشارې سره په ټولو ډګرونو کښې له ایران سره د خپل هیواد د اړیکو لازیاتې پراختیا ته په چمتووالي باندې ټینګار وکړ.