د ایران هیڅ الوتکه نه ده نیول شوي
زمونږ خبریال وايي د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند سعید خطیب زاده د یوې الوتکې په نیولو کښې د ارجنټاین هیواد د اقدام په هکله د ایران پریس خبري اژانس د خبریال پوښتنې ته په ځواب کښې وویل د ایران د هوايي شرکت هیڅ الوتکه نه ده نیول شوي.
د ارجنټاین حکومت څو ورځې مخکې په بوئنوس ایرس هوايي ډګر کښې یوه ۷۴۷ بویننګ ډوله الوتکه نیولي ده.
د ایران د خارجه وزارت ویاند سعید خطیب زاده نن وویل د ایران د ماهان هوايي شرکت د اعلان پراساس دغه الوتکه یو کال کیږي چې د ونیزویلا یوه شرکت ته ورسپارل شوي ده او د هغې د عملې کسان د نورو هیوادونو ښاریز دي.
هغه وویل دغه موضوع له ماهان هوايي شرکت سره هیڅ ارتباط نلري او دغه مسله باید په یوه بل چوکاټ کښې تعقیب شي.
خطیب زاده ټینګار وکړ د دا ډول خبرونو د خپرولو مقصد او هدف په عمومي افکارو کښې د نفوذ په موخې سره دی.