په ایران کې هیڅ نا اعلان شوی ایټمي مواد شتون نه لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i117232-په_ایران_کې_هیڅ_نا_اعلان_شوی_ایټمي_مواد_شتون_نه_لري
د ایران د ایټمي انرجیو سازمان اعلان وکړ چي په هیواد کې هیڅ نا اعلان شوې ایټمي مواد شتون نه لري او د ایټمي انرجیو د نړیوال اژانس راپور یوازې د صهیونیستي رژیم د ناسمو راپورونو پر بنیاد تیار شوی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 14, 2022 08:21 Asia/Kabul
  • په ایران کې هیڅ نا اعلان شوی ایټمي مواد شتون نه لري

د ایران د ایټمي انرجیو سازمان اعلان وکړ چي په هیواد کې هیڅ نا اعلان شوې ایټمي مواد شتون نه لري او د ایټمي انرجیو د نړیوال اژانس راپور یوازې د صهیونیستي رژیم د ناسمو راپورونو پر بنیاد تیار شوی دی.

په داسي حال کې چي په ویانا کې د ایران د بندیزونو د لیري کېدو او د ایټمي نړیوالې موافقې د مذاکراتو بهیر د امریکې د سوستۍ د امله بند شوی، امریکا، جرمني، برتانیې او فرانسې د اسرائیل د رژیم د فشارونو او د نړیوال ایټمي انرجۍ د اژانس د مشر رافائل ګروسي په ملګرتیا د ایران ضد یوه پریکړه لیک تصویب کړ.

دغه پریکړه لیک د ایټمي انرجیو له نړیوال اژانس سره، د ایران په پراخو او رضاکارانه همکاریو باندې سترګې پټې کړي دي.

د ایران د ایټمي انرجیو سازمان د دغه غیر عادلانه اقدام په غبرګون کې هغه کیمرې چي ایران د سېو ګارد د تړون بهر، په رضاکارانه توګه د څار لپاره لګولي وې، ټولي کړي دي.

د ایران د ایټمي انرجیو سازمان بیا هم د سیو ګارد د تړون له مخې، د ایټمي انرجیو نړیوال آژانس ته د (C/S) یا د رېښتیا آزموینې د بهیر په چوکاټ کې د پلټنو اجازه ورکوي.