د برجام په هکله د امریکې د خارجه وزیر ناسمې خبرې
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i117240-د_برجام_په_هکله_د_امریکې_د_خارجه_وزیر_ناسمې_خبرې
د امریکې خارجه وزیر د واشنګټن د دروغو تبلیغاتو په دوام کې، د ویانا په مذاکراتو کې د واشنګټن زیاتو غوښتنو ته د اشارې پرته، ادعا کړې چي د برجام نړیوالې موافقې ته ستنېدا د ایران پریکړې ته تړاو لري.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 14, 2022 11:24 Asia/Kabul
  • د برجام په هکله د امریکې د خارجه وزیر ناسمې خبرې

د امریکې خارجه وزیر د واشنګټن د دروغو تبلیغاتو په دوام کې، د ویانا په مذاکراتو کې د واشنګټن زیاتو غوښتنو ته د اشارې پرته، ادعا کړې چي د برجام نړیوالې موافقې ته ستنېدا د ایران پریکړې ته تړاو لري.

د ویانا په ایټمي نړیوالو مذاکراتو کې تر څو میاشتنی بندون وروسته، د امریکا دولت د خبرو اترو د پرمختګ په موخه د وړاندیزونو د وړاندې کولو پر ځاي د خنډونو په رامینځ ته کولو او په ایران باندې د چټي تورونو لګولو ته مخه کړې او د ایران له لوري وړاندیزینو سره هم مخالفت کوي.

د امریکا خارجه وزیر انتونی بلینکن له خپل کوریایي سیال سره په خبري ناسته کې ادعا وکړه چي د برجام نړیوالې ایټمي موافقې ته د راستنېدو پریکړه د ایران په غاړه ده ځکه چي ټولي چاري برابرې شوي دي.

هغه د خپلو ادعاګانو په دوام کې وویل: باید هغوی په چټکی سره پرېکړه وکړي چي د هغو مسالو په هکله چي خبرې پرې شوي پرمختګ وکړي که نه، که ایران فیصلې ته تیار شي مذاکرات به یوې پایلې ته ورسیږي.