د اړیکوژورتیا په بشپړه توګه د ایران او ترکمنستان په ګټه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i117272-د_اړیکوژورتیا_په_بشپړه_توګه_د_ایران_او_ترکمنستان_په_ګټه_ده
د ایران او ترکمنستان ترمینځ دوستانه اړیکی د سیمې او نړۍ په سویه مخالفان لري خو باید په خنډونو بریالي شو
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 15, 2022 09:22 Asia/Kabul
  • د اړیکوژورتیا په بشپړه توګه د ایران او ترکمنستان په ګټه ده

د ایران او ترکمنستان ترمینځ دوستانه اړیکی د سیمې او نړۍ په سویه مخالفان لري خو باید په خنډونو بریالي شو

داسلامي انقلاب معظم لارښود حضرت ایت ا... العظمی سید علی خامنه ای نن د ترکمنستان له ولسمشر او ورسره ملګري پلاوی سره په کتنه کې د اړیکوژورتیا په بشپړه توګه د دواړو هیوادونو په ګټه وبلله او ویې فرمایل د اسلامي ایران سیاست له ګاونډیو هیوادونو سره د اړیکو پراختیا ده او دا په بشپړه سم سیاست دې .

دوی پر دې په ټینګار سره چی له خنډونو د تیریدا لازمه د اړیکو د پراختیا لپاره د دواړو هیوادونو په جدی ارادې او هوډ پورې اړه لری ، زیاته کړه البته د ایران او ترکمنستان ترمینځ دوستانه اړیکی د سیمې او نړۍ په سویه مخالفان لري خو باید په  خنډونو بریالي شو .

د رهبرۍ ستر مقام ټینګار وکړ باید د دواړو هیوادونو ترمینځ د ګډو ملګرتیاو کمیشن په جدی توګه فعال وی او په دوامداره تعقیبونو سره موافقې سر ته ورسي .

په دغه کتنه کې چی د اسلامی ایران ولسمشر سید ابراهیم رییسی هم شتون درلود ، د ترکمنستان ولسمشر بردی محمد اف وویل د ترکمنستان لومړیتوب له ګاونډیانو سره د اړیکو پراختیا ده او هڅه کوو د ملګرتیا هغه سندونه چی نن لاسلیک شول ، په مختلفو حوزو کې د دواړو هیوادونو ښې اړیکی له مخکې زیاتې پیاوړی کړو .