ایران د ایټمي انرجي له نړیوال اژانس سره، هیڅ شخړه نه لری
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i117320-ایران_د_ایټمي_انرجي_له_نړیوال_اژانس_سره_هیڅ_شخړه_نه_لری
د ایران د ایټمي انرجیو د سازمان مشر ویلی چي اسلامي جمهوریت د ایټمي انرجۍ له نړیوال اژانس سره، شخړه نه لري او مخکې یې درلودلې هم نه ده.
(last modified 2026-07-27T11:20:16+00:00 )
Jun 16, 2022 09:07 Asia/Kabul
  • ایران د ایټمي انرجي له نړیوال اژانس سره، هیڅ شخړه نه لری

د ایران د ایټمي انرجیو د سازمان مشر ویلی چي اسلامي جمهوریت د ایټمي انرجۍ له نړیوال اژانس سره، شخړه نه لري او مخکې یې درلودلې هم نه ده.

په داسي حال کې چي په ویانا کې د ایران د بندیزونو د لیري کېدو او د ایټمي نړیوالې موافقې د مذاکراتو بهیر د امریکې د سوستۍ د امله بند شوی، امریکا، جرمني، برتانیې او فرانسې د اسرائیل د رژیم د فشارونو او د نړیوال ایټمي انرجۍ د اژانس د مشر رافائل ګروسي په ملګرتیا د ایران ضد یوه پریکړه لیک تصویب کړ.

دغه پریکړه لیک د ایټمي انرجیو له نړیوال اژانس سره، د ایران په پراخو او رضاکارانه همکاریو باندې سترګې پټې کړي دي.

د ایران د ایټمي انرجیو سازمان د دغه غیر عادلانه اقدام په غبرګون کې هغه کیمرې چي ایران د سېو ګارد د تړون بهر، په رضاکارانه توګه د څار لپاره لګولي وې، ټولي کړي دي.

د ایران د ایټمي انرجیو د سازمان مشر محمد اسلامي د ایران پرس سره په ځانګړې مرکه د دې په بیانولو چي د ایټمي انرجیو له نړیوال اژانس سره د ایران اړیکې د (ان پي ټي) او د سیوګارډ پر بنیاد تعریف شوې اړیکې دي، وویل: ایران تل د قوانینو له مخې د ایټمي انرجیو د نړیوال اژانس سره همکاري کړې او له دغه ادارې سره نژدې اړیکې پاللې دي.

اسلامي همدارنګه تاکید وکړ چي ایران د قانون له مخې د ایټمي فعالیتونو حق لري او په همدې اساس، د ایران د ایټمي فعالیتونو سند په شفافه توګه د نړیوال ایټمي اژانس په واک کې دی.

هغه په دوام کې وویل: د ایران دفاعی نظریه د کره نښه ویشتونکو د وسلو او سازوسامان پر بنیاد ولاړه ده، نه د ډله وژنو وسلو پر بنیاد، دغه دفاعي نظریه به هیڅکله بدله نه شي.

د ایران د ایټمي انرجیو د سازمان مشر څرګنده کړه چي د یورانیمو بډاینه له ۵ بیا تر ۲۰ سلنو پوري تر سره کیږي ځکه چي د ایران د ایټمي صنعت د ضروریتونو ځواب ویونکی دی.

هغه همدارنګه د رافائل ګروسي د وروستي دریځ نیونو په هکله وویل: له بده مرغه د ایټمي انرجیو د اژانس مشر د قانون څخه په خلافورزی سره، د ایران په ضد د صهیونیستي رژیم د چارواکو خبرې تکراروي، په داسي حال کې چي ایران د نړیوالي ایټمي موافقې له مخې او د باور جوړونې په موخه د اژانس ځینې اضافي محدودیتونو ته غاړه اېښې وه.

اسلامي د دې په بیانولو چي دې ټولو سره سره، ایران د ایټمي انرجیو د نړیوال اژانس سره ملګرتیا ته دوام ورکړي او دغه اژانس د ایران د ایټمي فعالیتونو څخه خپلو پلټنو ته دوام ورکولایشي، زیاته کړه چي ایران یوازې د تړون نه بهر اضافي کېمرې چي یې د ښه نیت د ښودلو په موخه لګولي وه، راټولي کړي دي، خو د ایټمي انرجیو د نړیوال اژانس چارواکی باید د صهیونیستانو د غلامی پړه وښکوي او تر دې زیات دی د دغه نړیوالي ادارې اعتبار ته زیان نه رسوي.