له امریکې سره په حقوقي جګړه کښې دې وړتیاوې فعالې شي
د ولسمشر حقوقي مرستیال وویل: د ایران او امریکې په دعوو کښې د ایران ډیرې پيسې تراوسه ورپورې دي چې ټاکل شوې امریکا یې زر بیرته ورکړي.
د ایران د ولسمشر حقوقي مرستیال د حقوقو له استادانو او پوهانو سره په غونډه کښې د ایران او امریکې ترمینځ حقوقي نښتو ته په اشارې سره له دغه هیواد سره په حقوقي مقابله کښې د ظرفیتونو د فعالیدو غوښتنه وکړه
محمد دهقان په دغې غونډې کښې د ایران خلاف د امریکې حقوقي جنګ ته په اشارې سره وویل: دغه جنګ ته په پام سره چې امریکې په دې ۴۳ کالو کښې د ایران خلاف روان کړی دی، باید د نړیوالو حقوقو په ډګر کښې اغیزناک شتون ولرو.
هغه زیاته کړه: امریکې د ایران د اسلامي انقلاب له پیلیدو راهیسې داسې هیڅ ځاې نه دی پریښې چې د ایران په کورنیو چارو کښې یې لاسوهنه نه وي کړې، له بندیزونو واخلې د ایران د مسافري الوتکو تر ویشتلواو د منافقینو له ترهګرې ډلګۍ تر ملاتړه پورې داسې ډیرې پيښې شته چې په کښې د امریکې لاس دی.
د ولسمشر حقوقي مرستیال وویل: د ایران او امریکې په دعوو کښې د ایران ډیرې پيسې تراوسه ورپورې دي چې ټاکل شوې امریکا یې زر بیرته ورکړي.