د روسیې خارجه وزیر د ایران له ولسمشر سره ملاقات وکړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i117616-د_روسیې_خارجه_وزیر_د_ایران_له_ولسمشر_سره_ملاقات_وکړ
سرګئي لاوروف  پرون مازیګر په تهران کښې له ولسمشر آیت الله سید ابراهیم رئیسي سره ملاقات او خبرې اترې وکړې
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 23, 2022 00:59 Asia/Kabul
  • د روسیې خارجه وزیر د ایران له ولسمشر سره ملاقات وکړ

سرګئي لاوروف  پرون مازیګر په تهران کښې له ولسمشر آیت الله سید ابراهیم رئیسي سره ملاقات او خبرې اترې وکړې

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګئي لاوروف چې پرون د خپل ایراني همرتبه حسین امیر عبداللهیان په بلنه تهران ته راغلی دی، د ایران له ولسمشر سید ابراهیم رئیسي سره یې ملاقات وکړ.

لاوروف به تهران ته په دې سفر کښې د اوږدمهاله ملګرتیاؤ او د لویدیځ د بندیزونو د سختیدو په دوران کښې د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو د پراختیا د موافقې د لاسلیک اړونده مسائلو په هکله له ایراني چارواکو سره صلاح مشورې وکړي.

د افغانستان او سوریې په لړ کښې د سیمه ایز امنیت په برخه کښې ملګرتیا به هم د لورو د خبرواترو یوه اصلي موضوع وي.

هم داشان د ایټمي مذاکراتو موضوع په هغو مسائلو کښې شامله ده چې د روس دغه جګ پوړی سفارتکار یې په اړه له خپل ایراني همرتبه سره د نظر تبادله او بحث وکړي.