امریکائي لورِ له کوم نوښت پرته په قطر کې شتون د رلود
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i118090-امریکائي_لورِ_له_کوم_نوښت_پرته_په_قطر_کې_شتون_د_رلود
اوس د  ډيپلوماسۍ لاره خلاصه ده او ایران  د تل پاتې او ښې موافقې  نهائي ټکي ته درسیدا لپاره  جدي او صادق دی .
(last modified 2026-03-17T03:53:59+00:00 )
Jul 04, 2022 08:16 Asia/Kabul
  • امریکائي لورِ له کوم نوښت پرته په قطر کې شتون د رلود

اوس د  ډيپلوماسۍ لاره خلاصه ده او ایران  د تل پاتې او ښې موافقې  نهائي ټکي ته درسیدا لپاره  جدي او صادق دی .

د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر د فرانسې له خارجه وزیرې سره په ټيلیفونی تماس کې په ویانا او دوحې کې د ایران په ضد دظالمانه بندیزونو ختمونکو خبرواترو ته په اشارې سره  ووئيل و امریکائي لوری له نوم نوښتي کړچار او پرمختګ پرته  په دوحې کې شتون درلود.

ایرنا خبری آژانس راپور روکړ ، د اسلامی ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان  دفرانسې له خارجه وزیرې میرمن  کاترین کولونا سره په ټيلیفوني خبرو کې  ووئيل ، د دوحیې  له وروستیو  خبرواترو د ایران ارزونه مثبته ده ، خو  باید ولیدل شي و چې  امریکائي لوری  څرنګه غواړي ، دډيپلوماسۍ له فرصته استفاده وکړي  .

 امیر عبداللهیان  ددې خبرې په کولو سره چې  ایران تل  په خبرواترو کې  خپل مثبت وړاندیزونه او آئيډیاوې  مطرح کړي دي ، زیاته کړه ،اوس د  ډيپلوماسۍ لاره خلاصه ده او ایران  د تل پاتې او ښې موافقې  نهائي ټکي ته درسیدا لپاره  جدي او صادق دی .

 دایران خارجه وزیر ټينګار وکړ ،  د ایران اسلامی جمهوریت  تل پخپلو ژمنو پابنده دی او  تمه لري، مقابل لوري  هم  پخپلو ژمنتیاؤ په سمه توګه عمل وکړي .

د فرانسې  خارجه  وزیرې  کاترین کولونا هم چې په همداوروستیو کې  دفرانسې دخارجه وزارت څوکۍ ئې ترلاسه کړې،  په دغو ټيلیفوني خبرو کې  دتهران او پاریس ترمینځ د ښو اړیکو په شتون  خوښي وښودله او  د ایټمی نړیوالو خبرواترو پر دوام او د بندیزونو پر لغوا کیدا ئې ټينګار وکړ.