د دوښمن هدف له اسلامي نظام د خلکو ناهیلي کول دي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i118268-د_دوښمن_هدف_له_اسلامي_نظام_د_خلکو_ناهیلي_کول_دي
زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سټراټيژیکو مطالعاتو او د تحقیقاتو د مرکز مشر احمد رضا پوردستان د ایران له اسلامي نظام څخه د خلکو ناهیلي کول په نرم جنګ کښې د دوښمن تر ټولو مهم هدف وباله.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 09, 2022 07:53 Asia/Kabul
  • د دوښمن هدف له اسلامي نظام د خلکو ناهیلي کول دي

زمونږ خبریال وايي د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د سټراټيژیکو مطالعاتو او د تحقیقاتو د مرکز مشر احمد رضا پوردستان د ایران له اسلامي نظام څخه د خلکو ناهیلي کول په نرم جنګ کښې د دوښمن تر ټولو مهم هدف وباله.

هغه وویل نن سبا په هغو دسیسو او چلولونو سره چې دوښمن د ایران د اسلامي نظام پرضد پلان کړي دي حالات د جنګ له وخت څخه ډیر سخت او پیچلي شوي دي.

امیر پوردستان په دې خبرې سره چې ایران حاضردمه  له نرم جنګ سره ښکیل دی وویل باید د دوښمانانو د پلانونو په وړاندې هوښیار ووسو.

هغه وویل د نشه ییزو موادو کړکیچ ، له بندیانو څخه د زندانونو ډکیدل ، نه کنټرولیدونکي ډزې ، قتل او غارت ، توکمیز توپیر ، ګرانۍ او انفلاسیون د اوسنۍ امریکا تر ټولو مهم مشکلات دي.