په اسلامي ایران کې د لوی اختر لمونځ تر سره شو
Jul 10, 2022 07:50 Asia/Kabul
د ایران د اسلامي جمهوریت په ګوټ ګوټ کې د خلګو په پراخ حضور سره د لوی اختر لمونځ تر سره شو.
په تهران کې د اختر له لمانځه سره هممهاله، په ټول هیواد کې د ایران د مومن او مسلمان ولس په پرتمیني حضور سره د لوی اختر لمونځ تر سره شو.
د سږ کال د لوی اختر لمونځ د حضرت امام خمیني ره په لوی جامع جومات کې د جمعې د خطیبانو د شورا د مشر حجت الاسلام حاجې علی اکبري په امامت تر سره شو.
د لوی اختر په لمانځه کې د ایران د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي او د قضایي قوې د مشر علامحسین اژه ای په شمول ګڼ شمېر جګپورو چارواکو ګډون کړې وه.
ټیګونه