د ایران د بهرنیو چارو وزیر ایټالیې ته ولاړ
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i118328-د_ایران_د_بهرنیو_چارو_وزیر_ایټالیې_ته_ولاړ
د ایران خارجه وزیر د یو جګپوری پلاوی په مشرۍ ایټالیا ته تللي دی تر څو د دې هیواد  او د واټیکان له چارواکو سره خبرې اترې وکړي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 11, 2022 07:47 Asia/Kabul
  • د ایران د بهرنیو چارو وزیر ایټالیې ته ولاړ

د ایران خارجه وزیر د یو جګپوری پلاوی په مشرۍ ایټالیا ته تللي دی تر څو د دې هیواد  او د واټیکان له چارواکو سره خبرې اترې وکړي.

د ایرنا له راپور سره سم، ټاکل شوی دی چي د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان په دغه سفر کې د ایټالیې له چارواکو سره د سیمه ایزو او دوه اړخیزو موضوعاتو په هکله وږغیږي.

عبداللهیان رسنیو ته ویلي چي د ایټالیې د بهرنیو چارو وزیر «لوئیجی دی مایو» په بلنه روم ته سفر کوي او له خپل سیال سره د تجارتي، اقتصادي او سیاسي مسایلو په هکله سلامشورې کوي.

هغه زیاته کړې چي د ایټالیې او د ایران تر مینځ سلامشورې، په سیاسي، اقتصادي او پارلماني کچه کې تر سره کیږي.