ایران سره د سوداګریو په پراختیا د پاکستان د ولسمشر ټینګار
د پاکستان ولسمشر ایران سره د سوداګریو د پراختیا او سوداګریزو توکو د بدلولو د بهیر د پلي کېدو غوښتونکي شو.
د پاکستان ولمسمشر عارف علوي په کراچي کې د بهرنیو هیوادونو له ډیپلماټانو سره په ناسته کې د ایران له سرکنسول حسن نوریان سره، خبرې اترې وکړي.
د پاکستان ولسمشر په دغه لیدنه کې د ایران ولس او حکومت ته د اختر د مبارکۍ په ویلو سره، د دواړو هیوادونو تر مینځ د سرحدي بازارونو اهمیت ته اشاره وکړه او د دوه اړخیزو اقتصادي همکاریو د پراختیا په لړ کې د عملي اقداماتو غوښتونکي شو.
هغه همدارنګه د سوداګریزو توکو مبادله د ایران او پاکستان تر مینځ د اقتصادي راکړو ورکړو د پیاوړې کېدو لپاره ګټوره وباله.
په کراچي کې د ایران سرکنسول د پاکستان له لومړي وزیر شهباز شریف او د ایران د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي تر مینځ خبرو اترو ته په اشارې سره، تاکېد وکړ چي دواړه هیوادونه د هراړخیزو اړیکو په پراختیا کې جدي دي.