اردوغان تهران ته راورسید
Jul 19, 2022 03:16 Asia/Kabul
د ترکیې ولسمشر تیره شپه د یو جګ پوړي پلاوي په مشرۍ د دوو ورځو لپاره تهران ته راغی
د ترکیې ولسمشر تیره شپه د یو جګ پوړي پلاوي په مشرۍ د دوو ورځو لپاره تهران ته راغی
ایران پریس خبري آژانس لیکلي دي چې رجب طیب اردوغان به نن د اسلامي ایران د ولسمشر سید ابراهیم رئیسي په شتون سره د ایران او ترکیې د ملګرتیا د عالي شورا په اوومه غونډه کښې ګډون وکړي.
په دغې غونډې کښې به د دواړو هیوادونو اړیکې وجاجولې شي او د پراختیا لپاره به یې دوه اړخیزو اقدامات وجاجول شي.
د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان به نن هم داشان د آستانه بهیر په اوومې غونډې کښې هم ګډون وکړي.
هغه به د دې غونډې په ترڅ کښې له خپل روسي همرتبه ولادیمیر پوتین سره دوه اړخیزه کتنه هم وکړي. ټاکل شوې چې پوتین هم نن تهران ته راشي.
ټیګونه