امریکا منلي ده چې په جنګ سره هدف ته نه رسیږي
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i118728-امریکا_منلي_ده_چې_په_جنګ_سره_هدف_ته_نه_رسیږي
ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف په خلکو تکیه کول او د اقتصادي پروګرامونو په دقیق ډول اجرا کول له بایکاټونو د هیواد د ژغورنې یوازنۍ لاره وبلله او ویې ویل امریکایان ، ترهګرۍ او د مقاومت د جبهې مخالفان دغه باور ته رسیدلي دي چې په جنګ سره خپل هدف ته نه رسیږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 20, 2022 23:56 Asia/Kabul
  • امریکا منلي ده چې په جنګ سره هدف ته نه رسیږي

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف په خلکو تکیه کول او د اقتصادي پروګرامونو په دقیق ډول اجرا کول له بایکاټونو د هیواد د ژغورنې یوازنۍ لاره وبلله او ویې ویل امریکایان ، ترهګرۍ او د مقاومت د جبهې مخالفان دغه باور ته رسیدلي دي چې په جنګ سره خپل هدف ته نه رسیږي.

د سوریې خارجه وزیر فیصل مقداد پرون ایران ته  راغی او خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان یې هرکلی وکړ.

د سوریې د بهرنیو چارو وزیر فیصل مقداد پرون د ایران د پارلمان له مشر محمد باقر قالیباف سره کتنه او خبرې وکړې.

د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف په دغه کتنه کښې د مقاومت د جبهې ، د سیمې د مسائیلو او په دوه اړخیزه اړیکو کښې د خپلو دریځونو په دلیل د سوریې د مننې په ترڅ کښې وویل امریکایان ، ترهګرۍ او د مقاومت د جبهې مخالفان دغه نتیجې ته رسیدلي دي چې په جنګ سره هدف ته نه رسیږي نو ځکه خو یې خپل لومړیتوب د ملتونو پرضد د اقتصادي بایکاټونو او د دباو اعمالول ګرځولی دی او په ملتونو دباو په حکومتونو دباو دی.

د ایران د پارلمان مشر رسندوي جنګ د مقاومت د جبهې د شرایطو د سختولو لپاره د دوښمانانو یوبل چلول وباله او ویې ویل دوښمانان په یمن ، عراق ، سوریې ، لبنان او ایران باندې دباونه راولي او له تیرو شلو کلونو راهسې د ایران په اسلامي جمهوریت باندې ډیر اقتصادي دباو راوستل شوی دی.

د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف یادونه وکړه په ایران کښې د اقتصادي دباونو په هکله دوه نظرونه شته ؛ لومړی نظر دا چې دوښمانانو ته تسلیم شو، دوهم نظر دا چې مبارزه وکړو او وکولای شو په خپلو پښو ودریږو چې تجربې ښودلي ده مقاومت کول ، په خلکو تکیه کول او د اقتصادي پروګرامونو د اجرا لپاره دقیق پروګرامونه د ژغورنې یوازنۍ لاره ده.

هغه د ایران پرضد د زیات دباو د سیاست په ماتي خوړلو باندې د امریکا اعتراف ته په اشارې سره وویل د اسلامي ملتونو او حکومتونو لپاره باید روښانه شي داسې فکر ونکړي چې امریکا د دنیا مشره ده.